کورپاڼه / ژوند / !خلک تاسو ته دروغ وايي!

!خلک تاسو ته دروغ وايي!

د تکړه خلکو بد عادت دا وي چې خپل د کوښېښ او زحمت په اړه نورو ته څه نه وايي او ډېری وخت یې پټوي. دوی نورو ته تل دغه خبره کوي چې په یو ځل لوستلو یې هرڅه زده کیږي او هڅه کوي چې نورو ته ځان نابغه ښکاره کړي.

تاسې به د امتحان په ورځ خپل د ښوونځي/پوهنتون ممتازه زده کوونکو څخه دا جملې (ما خو امتحان ته هېڅ سم درس نه دی ویلای. ولا ما خو شپې یو ځل سرسري کتاب لوستی. زه خو روزانه د کتاب مخ هم نه ګورم…) په کراتو کراتو اورېدلې وي. حال دا چې همدغو زده کوونکو به لس ځله یو کتاب مخکې له ازموینې لوستی وي.

دارنګه ځينې کارونه ډېری په سختۍ ترسره کوي ولې تاسې ته به وایې دا کار ډېر اسانه دی. ما زر ترسره کړ. حال دا چې همدې کار به دوی د زړه له زوره غورځولي وي.

دا چې ولې داسې کوي ځواب یې ساده دی. ټول انسانان د خپل فطرت له مخې خوښوي چې ځان لوړ او تر نورو متفاوت را څرګند کړي او همدا احساس دوی دغسې څرګندونو ته اړ باسي.

ددې مقابل کې بیا بله ډله چې فکر کوي د دوی د سیالۍ نه دي شاته پاتې کېږې او همدا حقیقت ګڼي. دا زه منم چې ځيني به د نهایت ښې حافظې لرونکي وي ولې دا نه منم چې پرته له کوښېښ او کار څخه دې دوی بریالي وي.

زه په کراتو کراتو له داسې اشخاصو سره مخ شوې یم چې دوی ډېر زحمت باسي او پخپله یې په دې اقرار کړی خو پټوي يې او وايي چې دا استعداد مې خدايي دی. ما یو غونډه کې له یو ډېر تکړه او رسیدلي شخص څخه واورېدل، د ویل چې د محصلۍ وخت کې لیلیه کې به چې نور محصلین ویده شول ده به خپل کتاب رواخیست او درس به یې ویلې، ترڅو رقابتیان یې خبر نشي چې نوموړي امادګي له وخته پيل کړې ده.

له دې خبرو څخه مې موخه داده چې مونږ باید خپل سترګې پرانېزو د نورو د دروغجونو خبرو تر اغېزې رانشو او په خپل کار/ دنده/ درس کې کوښېښ وکړو او دا ذهنیت وانخلو چې فلانکۍ یې کولای شي او زه یې نشم. یقینا ً مونږ هرڅه کولای شو که زحمت وباسو او د زړه له تله هڅه وکړو.

لیکنه: خدیجه عزیزي

دا هم ولولئ

مجردان ددې شلو جملو له اوریدلو څخه کرکه لري !

یوازې والی یا مجردي د بې ځایه نظرونو او سپارښتنو د اورېدلو په مانا نه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *