کورپاڼه / ژوند / څنګه د رخې او بخیلۍ حس له منځه یوسو؟

څنګه د رخې او بخیلۍ حس له منځه یوسو؟

تاسې باید یو ښکاره حقیقت ته ښه ځير شئ، هغه دا چې لکه څرنګه چې په دې نړۍ کې ستاسې د اوسېدو ځای شتون لري او دغه فضا چې خپل په شتون مو اشغال کړې هېڅوګ درڅخه اخیستی اخیستی نشي، دغسې ستاسې وړتیا، فکر، هوډ او هغه مینه چې د ځينو په زړونو کې ستاسې لپاره شتون لري هېڅوګ درڅخه اخیستی نشي، په دې شرط چې خپل په وړتیاوو کار وکړئ او هغه کسانو ته چې ګران یاستئ، وخت او ارزښت ورکړئ.

له کومو اشخاصو سره چې رخې او بخیلۍ حس لرئ، همدا نن ورځ یې کار/ فکر وستايئ په هره بڼه چې ممکن وي. دغه چاره به تاسې ته یو ډول مثبت او انرژي لرونکی حس درکړي دا ځکه چې تاسې خپل د وجود دننه یو منفي حس په مثبت حس واړاوه او یو څوګ مو خوشحاله کړ.

تاسې باید د رخې او بخیلۍ ریښې پيدا کړئ. ولې له فلانکي سره بخیلي کوئ؟ لتاسې تکړه دی؟ لتاسې نه زیاتې پيسې لري؟ کور لري، جاید لري او تاسې یې نلرئ؟
له ریښې پيدا کولو وروسته له ځانه پوښتنه وکړئ چې دا بخیلي به تاسې ته څه درکړي؟ ایا ټول هغه څه به درکړي چې له وجې یې د بخیلۍ حس پيدا شوی؟ نه، هېڅکله نه! نو بخیلي پرېږدئ او څه مو چې خوښ دي ورته کار وکړئ او ترلاسه یې کړئ.

بخیلي يو حس دی چې تاسې ځوروي او ځوروي نور هېڅ نه کوي. نو تاسې ولې باید ځان وځوروئ؟! تاسې باید منطقي فکر وکړئ او ځان له دغې پدېدې وژغورئ.

هغه څه چې لری پرې شکر وباسئ او قناعت وکړئ. که څه مو خوښ وي، کار ورته وکړئ د زړه له تله، مهمه نه ده چې حتمن دې ترلاسه کړئ، که ترلاسه مو نکړ، نو پوه شئ چې خیر مو پکې نه و. بېشکه چې خدای پاک غوره ورکوونکی او اخیستونکی دی.

خپل نیت صفا کړئ. له هېچا سره بخیلي مه کوئ. تاسې په دې نړۍ کې (یو) دانه یاستئ، هېڅوګ په مکمل ډول ستاسې په څېر نه دي، تاسې په خپل ذات کې بې جوړې یاست، نو بیا ولي بخیلي!؟

لیکنه: خدیجه عزیزي

دا هم ولولئ

!خلک تاسو ته دروغ وايي!

د تکړه خلکو بد عادت دا وي چې خپل د کوښېښ او زحمت په اړه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *