کورپاڼه / ورځنۍ چارې / د یوې سمې او بریالۍ اړیکې نښې؛ ستاسې اړیکه سمه ده، که زهري؟

د یوې سمې او بریالۍ اړیکې نښې؛ ستاسې اړیکه سمه ده، که زهري؟

د روغې او بریالۍ اړیکې نښې کومې دي؟ د روغې اړیکې یوه روښانه ځانګړتیا، د بېلو موخو تر لاسه کولو لپاره یو بل ته پوره وخت ورکول دي
روغه اړیکه د دواړو لورو لپاره امن ځای دی، تر څو یو له بل سره مینه وکړي، یو پر بل وویاړي او یو بل ته احترام وکړي؛ داسې اړیکه چې دواړه لوري خپلې غوښتنې، اړتیاوې او خپل حدونه پکې وپېژني.
د روغې اړیکې شتون د رشد لپاره اړین دی او زهري اړیکه برعکس د غمونو او اندېښنو په زیاتوالي سره د خوب او ژوند پر کیفیت اغیز کوي، په خرابو عادتونو د اخته کېدلو سبب کېږي او حتا د زړه په روغتیا مو هم منفي تاثیر کوي.
د یوې مطالعې پر اساس، د لوړ کیفیت لرونکې عشقي اړیکه د ښه رواني او جسمي ژوند کولو سره مرسته کوي. دغه مطالعه روښانه کوي، چې د ښه ژوند کولو لپاره له زهري اړیکې څخه مجرد پاتې کېدل څو واره غوره دي. پر دې سر بېره ډېری خلک په خرابو اړیکو کې دي، خو دې موضوع ته یې پام نشته، په ځانګړي ډول که په داسې کورنۍ کې لوی شوی وي، چې زهري اړیکې یو عادي امر وي.

د روغې او بریالۍ اړیکې نښې عبارت دي:

۱- د ستونزو په اړه له خبرو کولو نه وېرېږئ!
د ستونزو او له هغوی څخه د احساس بیانول هر وخت اسانه نه وي. دغه کار قدرت، پر نفس باور او زیات جرئت غواړي. تاسې به په روغه اړیکه کې تل، د ژوند له شریک سره د خبرو کولو پر وخت د امنیت احساس وکړئ.

۲- د اړیکې اساس مو پر باور ولاړ دی!
باور په اړیکو کې اساس دی، د ټولنیزو رسنیو او موبایلونو له لارې، د ملګري څارل او پېژندل اسانه دي، خو په روغه اړیکه کې د دې کار کولو ته اړتیا نشته؛ په دې دلیل چې د ژوند ملګری مو د باور وړ کېدل درته روښانه کوي. هغه د باور وړ دی او خبرې او عمل یې یو دي. دغه راز هغه ستاسې د اړتیا سره سم په خپلواکي درکولو، پر تاسې باور لرل څرګندوي، پرته له دې چې تل مو وڅاري.

۳- یو د بل د مینې ژبه پېژنئ!
هغه جوړې چې په روغه او بریالۍ اړیکه کې دي، د ملګري د مینې په طرز پوهېږي. دوی پوهېږي چې ځانو ته کوم وخت وټاکي، کومې ډالۍ یو بل ته واخلي، کومې مینه ناکې خبرې وکړي، یا یو بل ته څنګه له ځانه تېر شي. دوی یو بل ته د مینې د ښکاره کولو توان لري.

۴- پوهېږئ، چې په ځینې مسائلو کې د نظر اختلاف طبیعي دی!
ټولې جوړې دعوه کوي، خو ستاسې د فکر برعکس اړ نه یاست، چې ټول مسائل په ګډه حل کړئ. د ګوتو په شمېر داسې ستونزې، چې هېڅ وخت توافق ته نه وئ پکې رسېدلي، ستونزه نه ده. ځینې وخت ښه ده چې “په مخالفت موافقت وکړئ.”

۵- موخو ته د رسېدلو لپاره یو بل هڅوئ!
موږ ډېری د ژوند لپاره یو تصور او خوب لرو او څومره مو چې عمر ډېرېږي، د هغو خیال د ساتلو هڅه کوو. د خیالونو او خوبونو توپیر مو تر هغو کومه ستونزه نه ده، تر څو چې موخو ته د رسېدلو لپاره یو بل هڅوئ.

۶- ستاسې او ملګري ذوقونه مو بېل دی!
بریالۍ جوړې هغه دي، چې خپل ذوقونه ساتي او ملګری له خپلو ذوقونو سره په نه همغږۍ نه رټي. که څه هم چې د وخت په تېرېدلو د ملګري له ذوقونو سره عادت او یو کېدل اسانه دي، خو په اړیکه کې د بل چا د ذوقونو تحمیلېدل د نه رضایت سبب کېږي. په ذوقونو پانګونه پر نفس د باور، له ځان سره د مینې او خوښۍ سبب کېږي.

۸- یو د بل حد ته درناوی کوئ!
یوه روغه اړیکه د یوه ټیم په مانا ده. په روغه اړیکه کې دواړه لوري د خپلو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې کوي. مثلاً؛ ملګری مو ممکن د سفر بودیجې ته ارزښت ور نه کړي او تل بې ځایه مصرف وکړي او یا مو تصمیمونو ته ارزښت ور نه کړي. که د ژوند له شریک سره خبرې کولای شئ او هغه ستاسې حدونه درک او مني، بیا تر ډېرو ښه یاست.

۹- د نېکمرغۍ او ملاتړ احساس کوئ!
کله چې د اړیکې د پیل شور او شوق ختم شو، له ځانه وپوښتئ: د ژوند له شریک څخه خوشاله یاست؟ د ملاتړ احساس کوئ؟ خوی و خاصیت او پر نفس باور مو څنګه دي؟ که ښه احساس نه لرئ، حتماً یې په اړه له خپل ملګري سره خبرې وکړئ.

پریسا سیاه منصوري
ژباړه : نور اغا رحماني

دا هم ولولئ

کورنی سياست!

څو ټکي چې هره مېرمنه يې بايد زده کړي ــکوښښ وکړئ چې ورزش مو هېر …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *