کورپاڼه / ژوند / ځینې ټولنیز نزاکتونه چې باید ورته پام وساتئ!

ځینې ټولنیز نزاکتونه چې باید ورته پام وساتئ!

دا هغه نالیکلي ټولنیز اصول دي چې په نظر کې نیول یي د نورو ژوند راحته کوي او تاسو په ټولنه کې د یو اصولي او مودب شخص په حیث معرفي کوي

۱ کله چې یو څوک زنګ نه پورته کوي نو له دوه ځله څخه ورته زیات زنګ مه وهئ، شاید بل ځای کې ګډون کول به یې مهم وي.

۲ کله چې ملګري هوټل کې درباندې ډوډۍ خوري، نو لېست کې قیمتي خوراک مه ټاکئ.

۳ قرض دې مخکې له هغې چې درنه وغوښتل شي، خپله یې بېرته ورستون کړه، دا به ستاسو شخصیت ښه وساتي.
۴ ځینې بې رقمه پوښتنې مه کوئ
لکه: نو تر اوسه دې واده ندی کړی؟ اولادونه نه لرې؟ ولې کور نه اخلې؟ موټر ولې نه اخلې؟

۵ تل د هغه کس لپاره دروازه پرانیزئ چې ستاسو تر شا دی، مهمه نده چې هلک دی که نجلۍ، لوی دی که کوچنی، له یو چا سره په ښه چلند کولو تاسو نه کوچني کېږئ.

۶ که له ملګري سره مو ټیکسي کرایه کړه، او پیسې هغه ورکړې، نو بل ځل پیسې تاسو ورکړئ

۷ د نظرونو اختلاف ته درناوی وکړئ، یاد ولرئ، کوم څه چې تاسو ته 6 دي، مقابل لوري ته به 9 ښکاري.

۸ کله چې څوک درسره مرسته وکړي، مننه ترې وکړئ

۹ په عامه توګه ستاینه وکړئ او په خصوصي کې بیا انتقاد وکړئ.

۱۰ هېڅکله د یو چا د وزن په اړه خبرې مکوئ، فقط ووایئ تاسو ډېر ښه ښکارئ، که خپله یې د وزن بایللو په اړه څه ویل غوښتل نو وبه یې وایي.

۱۱ کله چې یو چا په خپل مبایل کې اکس دروښود، نو چپ یا ښي لور ته ګوته پرې مه کشوه، ته نه پوهېږې چې راتلونکی اکس د څه دی.

۱۲ تر هغې چې غوښتنه نه وي درڅخه شوي مشوره مه ورکوئ

۱۳ د یو ښه پیغام لوستلو وروسته هڅه وکړئ چې ووایي”د پیغام لپاره مننه”

۱۴ د غریبو تر مخې د خپلې شتمنۍ په اړه مه غږېږئ، او د یتیمو په وړاندې د خپلو اولادونو

۱۵ له یو چا سره د مخامخ خبرو کولو پر وخت مو د له سترګو چشمې لیرې کړئ، چې د درنښت نښه ده.
ژ: هارون ښمر

دا هم ولولئ

مجردان ددې شلو جملو له اوریدلو څخه کرکه لري !

یوازې والی یا مجردي د بې ځایه نظرونو او سپارښتنو د اورېدلو په مانا نه …