کورپاڼه / روغتيا / په ځوانانو کې د هېرېدنې لس دلايل

په ځوانانو کې د هېرېدنې لس دلايل

د هيرېدنې ستونزه په ځوانانو کې يو له سترو ستونزو څخه شمیرل کیږي.
په دې ليکنه کې درته لس هغه دلايل راوړو چې ځوانانو کې د هېريدنې لامل کیږي. د خوراک ناسالم عادتونه، د خوب ګډوډۍ، د ويټامينونو کموالی او پرېشاني… او نور ټول دغه ډول عوامل چې د هيرېدنې لامل کېږي، زياتره په ځوانانو کې ليدل کېږي. هيرېدنه کيدای شي چې د يوې جدي ناروغۍ په توګه را ښکاره شي.
د پياوړې حافظې لپاره بايد پوهه او مهارت نوي کړل شي
هيرېدنه د اطلاعاتو او تجربو په يادولو او په حافظه کې په ذخيره کولو کې د ستونزې په توګه پيژندلی شو. په دماغو کې تر پنځوس ميلياردو پورې حجرې موجودې شته او دغه حجرې له يوبل سره په اړيکه کې دي. د عمر په زياتيدو سره په دماغو کې د دې حجرو شمېر راکمېږي او ورسره د حافظې او يادښت د کمزوري کيدو لامل کېږي.

خو بيا هم کيدای شي چې د نويو مطالبو په زده کولو او معلوماتو په يادولو سره حافظه تقويه شي. له دې پرته په دماغو کې پراته معلومات چې استفاده ترې ونشي، د وخت په تيريدو سره له حافظې پاکېږي.
له ځيرک تليفونونو او کمپيوټر څخه د کار اخيستنې کنترولول
تر هغه چې ګرځنده تليفونونه او کمپيوټرونه زموږ د ورځني ژوند فعاليتونه، کړنې او ټولنيز نظم راخراب نکړي، کارول يې ستونزه نلري. خو که چېرې د دې کړنو څخه په يوه کې هم خنډ پيدا کېږي، نو په دې برخه کې ستونزې راولاړېږي او بايد چاره يې وشي. که څه د هيرېدنې ستونزې ته زياتره د زړو خلکو د ستونزې په توګه کتل کېږي، خو په کم عمره خلکو کې هم دغه ستونزه معمول ده. د دې ستونزې يو لوی لامل هم د ځوانانو له لورې د ځيرک تليفونونو او کمپيوټرونو له حده زيات استعمال دی.

که ساده مسايل درڅخه هيرېږي، دليل يې معلوم کړئ!
ځينې وختونه د هيرېدنې ستونزه کله کله رامنځته کېږي او په لومړيو کلونو کې ورته اخته کسان هم عادي فکر کوي. د ساده مسايلو په هيرولو سره د يو شخص په ورځنيو فعاليتونو کې لوی خنډونه پيدا کېږي او ورسره يې ټوليزې کړنې هم کمزورې کېږي. په دې صورت کې بايد ډاکټر ته مراجعه وشي. هر څومره ژر چې د دې ستونزې تشخیص وشي، د پراختيا او زياتيدو څخه به يې مخنیوی شوي وي.

الزايمر (Alzheimer) د ځوانانو ناروغي نه ده
د ځوانۍ پرمهال د هيرېدنې ستونزه په زړښت کې د الزايمر سبب کېږي. خو دا په دې مانا هم نده چې ټول هغه عمرخوړلي کسان به په الزايمر اخته کېږي چې ځوانۍ پرمهال يې د هېريدنې ستونزه درلوده.
په ځوانانو کې د هيرېدنې لس دلايل

اول : د ځيرک ټليفونونو او کمپيوټر له حده زياته کارونه.

دویم: سټرس او پريشاني
دریم: په حافظه کې اضافي معلومات
څلورم: د خوب ستونزې
پنځم:د B12، D3 ويټامينونو او فوليک اسيد کموالی
شپږم: د تايوريد (Thyroid) ستونزې
اووم : دماغي ضربې
اتم : نامتعادله ژوند
نهم : د ناسالمو خوراکي موادو کارونه او بد عادتونه
لسم: د مطالعې نه کول
دې هر یو ټکي ته توجه او مخنیوی یي ستاسو د هېریدني ستونزې کمولی شي

ژباړه: احسان الله لمر

دا هم ولولئ

د کوروالي نه کولو او بې‌ ميلي لاملونه او حل لاري.

روحي او جسمي همدارنګه روانې ناروغۍ د دې سبب ګرځي چې ښځه او خاوند يو …