کورپاڼه / ژوند / هغه خطا ګانې چې د ګډ ژوند او اړیکو د خرابیدلو سبب کیږي

هغه خطا ګانې چې د ګډ ژوند او اړیکو د خرابیدلو سبب کیږي

په اوسنۍ زمانه کې ګډ ژوند په اسانۍ له منځه ځي او د مېرمن او خاوند تر منځ تر د جلاوالي کچه تر پخوا لوړه شوې ده.

په دې مطلب کې د ګډ ژوند هغه نیمګړتیاوې چې له مېرمنې یا خاوند څخه مو د لرېوالي او د اړیکو د کمزوري سبب کیږي بیانوو.

د ټکنالوژۍ پرمختګ او د سمو زدهکړو نشتوالي په دې وروستیو کلونو کې له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه اخیستنه دومره زیاته کړې چې له خاوند او مېرمنې یې یو له بله د خبرو وخت اخیستی او یو بل ته پوره وخت نه لري.

د ښاري ژوند ذهني فشارونه یې یو بل لامل دي. پر دې سر بېره ځپل شوي احساسات، کینه، یو له بل سره خبرې نه کول، د اړیکو د ښه کولو لپاره هڅې نه کول او… د بېلتون د ډېروالي سبب کېږي.

په دې مطلب کې مو د ګډ ژوند ۹ مروجې خطاګانې درته راټولې کړې دي.

۱- مېرنې ته حق نه ورکول

باید دې ته پام وکړئ چې په ژوند کې تل تاسو پر حقه نه یاست او په ژوند کې داسې مسائل راځي چې ځان پر حق ثابتول ناپوهي ده. مګر دا موضوع حقیقت لري، چې ځینې انسانان تل دا هڅه کوي تر څو ځان سم ثابت کړي. د شریک ژوند په ځینو حالاتو کې دواړه لوري د ځان سم بللو لپاره دومره کوښښ کوي، چې د خپلې نېکمرغۍ او ګډ ژوند لپاره یې نه کوي. کله چې تاسې ګډ ژوند ته ننوځئ، باید خاوند او مېرمنې د یوبل د نېکمرغي لپاره فکر وکړئ. په دې پسې مه ګرځئ چې څوک پر حقه او څوک خطا دي؟

۲- تل یوځای والی

په ګډ ژوند کې باید دواړه لوري یو بل ته وخت او ځانګړی ځای ولري، په اونۍ کې یو وار له دوستانو سره او یوازې بېرون ته ولاړ شي. په دې حالت کې به یې اړیکې جذب کوونکې وي او یو د بل په څنګ کې له شتون څخه به ډېر خوند اخلي.

۳- د مېرمنې د ځانګړتیاوو د بدلون هڅه

کېدای شي دمېرمنې ځینې اخلاقي ځانګړتیاوې مو د اړیکو په پیل کې په زړه پورې وي، خو د وخت په تېرېدلو بیا خوند در دنکړي او تاسې یې د بدلون هڅه وکړئ. مګر دا په یاد ولرئ، هر څومره چې د هغو د بدلون په هڅه کې وئ، هومره در ځنې لرې کېږي او اړیکه مو په بېلتون پای ته رسېږي. کوښښ وکړئ د ژوند ملګری مو له ټولو نېمګړتیاوو سره ومنئ، ځکه خپله مو ټاکلی او له اخلاقي ځانګړتیاوو څخه یې خبر واست. دا مه هېروئ، که یو څوک ونه غواړي چې ځان بدل کړي د نړۍ هېڅ ځواک یي نشي کولی.

۴- خپله مېرمن د ژوند په مرکز کې راوستل

که تاسې له هغو کسانو څخه یئ، چې ټول ژوند مو د ملګرې د پلانونو په اساس جوړ کړی او هغه مو د ژوند په مرکزیت کې ځای لري، نو تاسې ته باید ووایم چې اړیکه مو زر پای ته رسېږي. په ګډ ژوند کې باید له خاوند یا مېرمنې سره مینه ولرئ او احترام ورته وکړئ، مګر دا مه هېروئ، چې هغه باید په خپله مینه او ګرانښت ستړي نه کړئ.

۵- په مجازي نړۍ کې ډېر وخت تېرول

لکه څنګه چې د لیکنې په پیل کې مې اشاره وکړه، په وروستیو کلنو کې د مېرمن او خاوند د جدایي له لاملونو څخه یو هم له مجازي نړۍ څخه تر حد زیاته ګټه اخیستل دي. که تاسې ټول وخت په مجازي نړۍ کې تېروئ، له خپل ملګري یا ملګرې سره مجلس نه کوئ او پوره وخت نه ورکوئ؛ نو ستاسې اړیکه زر پای ته رسېږي.

۶- له اندازې زیاتې هیلې

ستاسې خاوند یا مېرمن مسؤل نه دي، چې له ماشومتوبه تر ننه مو ټولې هیلې پوره کړي. مګر دا مه هېروئ چې خاوند یا مېرمن مو هم داسې هیلې لري، چې تر اوسه نه دي پوره شوې او که دوی یې هم له تاسې د پوره کولو هیله ولري، ژوند به مو د جنګ په میدان بدل شي. خپلې هیلې کمې کړئ او خپل خاوند، مېرمن درک کړئ؛ تر څو ښه او خوشاله ژوند ولرئ.

۷- د تېر وخت نه هېرول

هېڅ وخت د خپل خاوند یا مېرمنې د تېر وخت نیمګړتیاوې پر هغو د برلاسي لپاره مه کاروئ او په لومړنیو خبرو کې د تېر وخت موضوعات مه ګډوئ. تېر وخت ته د راتلونکي د خرابولو اجازه مه ورکوئ.

۸- بې احترامي کول

هېڅکله د خپل خاوند یا مېرمنې او د هغو د کورنۍ بې احترامي مه کوئ. خاوند یا مېرمن مو ستاسې کورنۍ ده؛ هغو ته بې احترامي، خپل ځان ته بې احترامي ده. اجازه مه ورکوئ چې دغه مسائل مو د ګډ ژوند د له منځه تلو سبب شي.

۹- له خپل خاوند یا مېرمنې سره خبرې نه کول

تل کوښښ وکړئ چې له خاوند یا مېرمنې سره مو خبرې وکړئ، ستونزه مو روښانه کړئ او هېر نه کړئ چې همدغه کوچنۍ ستونزې د غټو مشکلاتو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

ژباړه: نور آغا رحماني

دا هم ولولئ

مجردان ددې شلو جملو له اوریدلو څخه کرکه لري !

یوازې والی یا مجردي د بې ځایه نظرونو او سپارښتنو د اورېدلو په مانا نه …