کورپاڼه / ژوند / څه به پيښ سوي وای که ته د ځمکې پر سر ورستی ماشوم وای؟

څه به پيښ سوي وای که ته د ځمکې پر سر ورستی ماشوم وای؟

د ځمکې پر سر 108 بيليونه انسانان پيدا شوي دي خو ته يې د دوی څخه ورستی انسان يې، چې له تا وروسته به بل هيڅ ماشوم نه پیداکيږي او ته به د انساني نسل او ميراث پای او خاتمه يې.
څه ډول ژوند به دې وي؟ ايا ټوله نړۍ به ستا مور و پلار وي؟ څومره ژوند به ولرې؟
نړۍ ته د نويو ماشومانو راتګ بند شوی ده، دا کيدای شي د زيږون ضد فلسفې يو ښه انتخاب وي؛ چې انسانان باید ماشومان راوړل بس کړي او په تدريجي ډول منقرض او له مينځه ولاړ شي. شايد هم د بشري ژوند د اوږدولو د توقع خلاف پايله وي. او يا هم کيدای شي د محيطي ککړتيا يو بده پايله وي.
که علت يې هر شی وي خو انسانانو په تدريجي ډول ماشومان راوړل بس کړي دي او ټوله نړۍ په دې پوهيږي چې ته اخيري زيږودونکی ماشوم يې. ستا ژوند به ستا له ننني ژوند سره کاملاً متفاوت وي.

له لومړۍ ورځې به ته يو مشهور شخصيت او سيليبريټي يې. څومره چې رالويېږې هغومره به دا نړۍ تا ته متوجه کيږي او خوښيږې به یې؛ خو ته به آن د‌ دوی د توجه هرکلی هم نه کوې. کيمرې به دې هر حرکت عکاسي او مستند کوي لکه د يو حقيقي ستوري په شان.
هغه خلکو چې دا ارمان به يې درلود چې کاش دوی هم کولی شوای ماشومان راوړي؛ هغوی به ستا د صحت او ښه والي په اړه په فکر کې کوي او ستا په لويېدلو به د ډيرې خوښۍ احساس کوي. دا خبره خو به دې اوريدلې وي چې وايي “يو ماشوم رالويول يو کلی غواړي؟” نا !. ښه نو، تا ټوله نړۍ رالويوي.
هر څه به تا ته مهيا وي، خوراک، د لوبو سامان، پوښاک او هغه څه چې غواړې که درته ونه رسيږي په ډيره لوړه بيه به ورته تماميږي. ستا ژوند به کاملاً تر کنټرول لاندې وي که هغه ستا تقسیم اوقات وي يا هغه څه چې خورې يا هم چيرته چې ځې.
ستا د ډير اهميت په خاطر به ته ډير امنيت لرې چې تا به له زهرجنو خوړو، شکمنو کڅوړو او شکمنو خلکو ژغوري.
ته به هيڅکله يوازې نه يې. څومره چې رالويېږې هغومره به دا دوامداره کنټرول ستا احساساتي رفاه او هوساينې ته زيان رسوي ځکه ماشومان فرصتونو ته اړتيا لري تر څو وده وکړي او پخپله يو شی زده کړي. که د غلطي کولو چانس تر لاسه نکړې نو ځينې اساسي مهارتونه لکه احساسات اداره کول يا له ننګونو سره مقابله به زده نشې کړلی.او ته به له ډيرو ستونزو سره مخ کيږې.

او لکه څنګه چې ښکاري چې ته به هيڅکله هم يوازې نه يې خو په حقيقت کې به ته ډير د یوازیتوب احساس کوې ځکه چې ته به له خپلو همزولو سره د لوبو کولو چانس نه لرې، چې دا به ستا رواني او احساساتي روغتيا ته نور زيان هم ورسوي؛ ځکه چې لوبې کول د رالوييدلو يوه مهمه برخه ده چې له ماشومانو سره مرسته کوي تر څو خپل رواني، فزيکي او احساساتي ښه والي ته وده ورکړي. لکه څنګه چې تا ته له نورو ماشومانو سره د لوبو کولو اجازه نه درکول کيږي نو ته به په ډيپرېشن او د یوازیتوب په حس اخته شې.خو هيله لرم چې څو حيوانات ملګري به ولرې تر څو هغه مينه او د تړاو احساس درکړي ځکه چې ستا ماشومتوب به ډير ستونزمن وي
سربیره پردې به ته خپلې راتلونکې ته چمتووالی نيسې. ته به يو عادي ښوونځي ته نه ځې، پر ځای به یې تا ته يو سخت نصاب تدريسيږي چې په هغه کې به هر مهارت شامل وي او ته به ټول شيان زده کوې له ګنډلو او زراعت نيولې تر انجنيري او فلزکاري پورې، خو ولې؟
ځکه چې؛ لکه څنګه چې د ځمکې پر سر د انسانانو نفوس په کميدو پيل کوي او ټول هغه سيستمونه چې زموږ ټولنه پرې تکيه کوي ممکن سقوط وکړي؛ نو زموږ د پيچلي خوړو، انرژۍ او مخابراتو سيستمونو د ساتلو لپاره به په کافي اندازه بشري ځواک نه وي او په پای کې ته هم بايد د خپل ځان د بقاء او ساتلو لپاره يو څه وکړې.

حداقل د دې ټولو مهارتونو د ښې زده کړې لپاره کافي زيات وخت لرې. د بشري ژوند د زياتولو او اوږدولو کيسه نوره يوه علمي افسانه نه ده بلکې څيړونکو لا د مخه هغه لارې کشف کړې دي چې د مږکانو ژوند یې آن تر څلويښت فيصدو ۴۰٪ اوږد کړی ده او ډاکټر آوبرې ډي ګرې چې د نړۍ له مشهورو پوخ عمرو ساينس پوهانو څخه يو ده وايي؛ چې هغه لومړنی کس لا د مخه زيږيدلی چې ۱۰۰۰ زر کاله ژوند به کوي.
نو د دې ټولو مهارتونو د ښه زده کولو لپاره به ته پيړۍ، پيړۍ وخت ولرې او په پيړيو وخت به د دې لپاره ولرې چې د انسانانو په تدريجي ډول له مينځه تللو سره ځان عيار کړې. خو که د ژوند اوږدولو ټکنالوژي پيدا سي نو ته به يوازينی د‌ ډير اوږد عمر لرونکی انسان نه يې، نور خلک به هم وي چې د‌ ډير زيات عمر لپاره به ژوندي وي او هغوی به ستا سره د نږدې اوسيدلو لپاره له ليرې ځايونو سفرونه کوي تر څو يوه اخيري بشري ټولنه جوړه کړي خو بالاخره به دا ټولنه کوچنۍ کيږي او دغسې به کوچنۍ کيږي تر هغه چې په پای کې به ته يوازې پاتې شې. تا ژوند د بیلیونونو انسانانو د نظر لاندې پيل کړی و او په پای کې به يې د ځمکې پر سر د اخيري انسان په حيث پای ته ورسوې.

#ژباړه خان آغا درویش

دا هم ولولئ

مجردان ددې شلو جملو له اوریدلو څخه کرکه لري !

یوازې والی یا مجردي د بې ځایه نظرونو او سپارښتنو د اورېدلو په مانا نه …