کورپاڼه / ژوند / څه به پېښ شوي وای، که موسیقې نه وای؟

څه به پېښ شوي وای، که موسیقې نه وای؟

څه به پېښ شوي وای، که موسیقې نه وای؟

تاسو له رګ یا هم پاپ او یا له کلاسیک او یا جیاز موسیقې څخه خوند اخلئ، موږ ټول موسیقې خوښوو.
مګر څه به شوي وو، که موږ هېڅکله موسیقې اختراع کړې نه وه؟ نه اهنګونه، نه خوږ غږ بلاخیره هېڅ هم نه.
ولې موږ موسیقې اختراع کړه؟ موزیک ته د غوږ نیولو ګټې څه دي؟
د موسیقۍ مشهوره اله فلوټ له نن څخه ۴۳۰۰۰ کاله مخکې اختراع شوې ده. دغه اله د قو یا قازه او د ماموت فیل له هډوکو څخه جوړه او په جرمني کې تر لاسه شوې ده .
موسیقې ډېر په سرعت کړي، چې اوس زموږ د روزمره ژوند برخه ګرځېدلې. د موسیقې غږونه دي، چې زموږ احساسات خوشمند او هیجاني کوي.
دا اټکل شوې، چې موسیقې زموږ د انکشاف په توګه زموږ د پرمختګ یو ډول ارتقايي مرحله وه. زرګونه کاله مخکې شاید خلکو د اوس په څېر سندرې نه شوې ویلای، مګر هغه غږونه چې دوی جوړول شاید د ژبې له اختراع مخکې یې په مفاهمه\کمونیکیشن کې مرسته کوله. مګر اوس یې پولې او ژبې کراس کړې دي او د مفاهمې په نړیوال چوکاټ بدله شوې ده.
د ۲۰۱۹ کال پورې د موسیقۍ له تجارت څخه ۲۱.۵ بیلیونه ډالر ترلاسه شوي دي.
موسیقې زموږ لپاره مهم څه لري، موږ یې په اورېدو ډېر وخت ضایعه کوو، په اوسط ډول امریکایان څلورنیم ساعته په هره ورځ کې د موسیقې په اورېدو تېروي.

 

د موسیقۍ له بد اغېزو هم سترګې نه پټوو، زموږ د ماغزو په ځینو برخو اغېز کوي، د منظمې مطالعې مخه نیسې، د ماغزو په مخکینۍ برخه کوم چې تصمیم نیونه کوي، فکر کوي او پلان ګزارې کوي کله ، چې موږ موسیقې اورو، د دوی دنده نوره هم سختېږي.
په حقیقت کې موسیقې زموږ په دماغ اضغر مرسته کوونکی اغېز لري، کوم چې زموږ احساسات او حفظ ( یاد راوړل ) منظم کوي دا د ماغزو لومړنۍ برخه ده کوم چې د الظحایمر ناروغۍ لخوا متضریرېږي.
کچېرته کوم شخص الظحایمر ناروغې ولري د موسیقې اورېدل یې د عصبي رشتو تشکیل ډېروي او نوي نیرونونه تولیدوي. همدا له موږ سره مرسته کوي چې یاد راوړل مو منطم او منسجم کړي. موسیقې په موږ فزیکلي هم اغېز کوي، دې کلاسیکې موسیقې اورېدل مو د وینې فشار او د زړه ضربان لوړوي.
کچېرته موږ موسیقې نه درلودای نو په یقني ډول به زموږ جامعه بدله وه، همدارنګه زموږ ذکاوت به دومره په عالي درجه نه وای، زموږ بدني جوړښت به په اوسني لیول نه وای.
که موسیقې نه وای معمولې پارټیانې به لا ساده وای ، نو خلک له موسیقې خوند اخلي او ګډا ورته کوي.
موسیقې موږ سره یو ځای کوي، د انساني ټولنو له شروع تر اوسه پورې موسیقې زموږ په ژوند کې مهم رول لرلی دی. موسیقې موږ تشویق کړي یو، موږ سره په فکر کولو کې مرسته کوي، همدارنګه موسیقې کولای شي، چې زموږ له ناروغیو سره مبارزه وکړي.
که د موسیقې په اړه فکر کوئ یو له هغه څېزونو څخه دی، کوم، چې یې له امله بشر په اوسني موقف کې دی.

ژباړه احسان ارمان

دا هم ولولئ

مجردان ددې شلو جملو له اوریدلو څخه کرکه لري !

یوازې والی یا مجردي د بې ځایه نظرونو او سپارښتنو د اورېدلو په مانا نه …