کورپاڼه / مخکښان / مولانا وحید مولانا وحید الدین خان څوک وو ؟الدین خان څوک وو ؟

مولانا وحید مولانا وحید الدین خان څوک وو ؟الدین خان څوک وو ؟

مولانا وحید الدین خان د جنورۍ په لومړۍ نېټه، ۱۹۲۵ز د هندوستان د اترپردېش ایالت په اعظم ګړ کې زېږېدلی دی. د څلورو یا شپږو کالو به و، چې پلار یې فریدالدین خان وفات شو. د پلار تر وفات وروسته یې روزنه مور زېب النساء په غاړه واخیسته او د تعلیم ذمه یې د تره صوفي عبدالحمید خان تر غاړې شوه. مولانا وحید الدین خان مرحوم وایي چې په کوچنیوالي کې د یتیمتوب له وجې هغه د مسایلو نه د ځان خلاصولو پرځای، مسایلو سره د مقابلې حوصله پیدا کړه.
مولانا مرحوم لومړنۍ زده کړې د مدرسة الاصلاح، سرای میر، اعظم ګړ څخه ترلاسه کړې. په ۱۹۳۸ز کې یې په دې مدرسه کې داخله واخیسته او شپږ کاله وروسته په ۱۹۴۴ز کې ترې فارغ شو. مشر ورور یې غوښتل چې وحید الدین خان باید ورسره په کاروبار کې برخه واخلي خو ده فکر کاوه چې اوس باید انګرېزي ژبه زده کړي. په همدې منظور یې د ساینسي او عصري علومو د کتابونو مطالعه شروع کړه.

څه موده وروسته مولانا مرحوم ته فکر ور پیدا شو چې له دیني زده کړو سربېره یې د عصري علومو ډېره مطالعه هم کړې ده. له همدې ځایه هغه اراده وکړه چې دیني علوم به د وخت له تقاضاوو سره سم تعبیروي او وړاندې کوي.
د مولانا مرحوم په لیکنو کې د مذهبونو ترمنځ د مکالمې او د سولې او امن ذکر بیخي ډېر دی. په وروستیو کې مولانا مرحوم هم د اسلام لنډيز همدا دوه کلمې (د مذهبونو ترمنځ مکالمه او امن) بیانوه.
په ۱۹۵۵ز کې یې لومړنی کتاب «نئے عہد کے دروازے پر» چاپ شو. دا کتاب بیا د مولانا مرحوم د مشهور کتاب «مذہب اور جدید چیلنچ» لپاره بنسټ شو. عربي ژباړه یې هم د «الاسلام یتحدی» تر نامه لاندې ډېره مشهوره ده چې د قطر، قاهرې، طرابلس، خرطوم او تونس په پوهنتونونو کې تدریسیږي. د جارج ټاون پوهنتون څخه په خپاره شوي کتاب «500 Most Influential Muslims of 2009» کې یې مولانا ته د Islam’s Spiritual Ambassador to the World لقب ورکړی دی.
مولانا وحید الدین خان په لومړیو کې د مولانا مودودي رح د لیکنو څخه ډېر متاثره شوی و. له همدې وجې په ۱۹۴۹ز کال په جماعت اسلامي هند کې شامل شو. لږه موده تېره نه وه چې د همدې ډلې د مرکزي شورا غړی شو. مولانا مرحوم د جماعت اسلامي په مشهوره رساله «زندګی» کې ډېرې لیکنې کړې دي.

 

پنځلس کاله وروسته مولانا مرحوم دې ډلې سره خدای په اماني وکړه او تبلیغي جماعت سره یوځای شو. په ۱۹۷۵ز کې یې تبلیغي جماعت هم پرېښود.
مولانا مرحوم په ۱۹۶۷ز کې د دعوت کار شروع کړ. په ۱۹۷۶ز کې یې له ډیلي څخه د «الرساله» په نوم اردو رساله خپره کړه. په ۱۹۸۴ز په هندي او په ۱۹۹۰ز کال په انګلیسي ژبه هم دا رساله خپره شوه. د اردو رسالې ټول تمرکز د مسلمانانو په اصلاح کولو او د دوی د ذهني بنسټونو په جوړولو و. انګلیسي رساله کې مولانا مرحوم غوښتل چې نور خلک اسلام ته را وبلي، یعنې د دې برخې ټول تمرکز په دعوت او بلنه و.
مولانا مرحوم د خپلو افکارو د ترویج او دعوت لپاره په ۲۰۰۱ز کال د (CPS) یعنې «Centre for Peace and Spirituality» اداره جوړه کړه چې د مولانا مرحوم په خپل قول د دعوت او امن په دوو بنسټونو ولاړه ده.
مولانا مرحوم تقریبا دوه سوه کتابونه په اردو، عربي او انګلیسي ژبو تصنیف کړي دي. په اردو، هندي، عربي، فارسي او انګلیسي ژبو باندې پوهیده. د مولانا په مشهورو کتابونو کې تذکیر القران، اسلام دور جدید کا خالق، مذہب اور جدید چیلنج، تعبیر کی غلتی، راز حیات، دین کی سیاسی تعبیر، عقلیات اسلام، پیغمبر انقلاب او الله اکبر شامل دي. انګرېزي او عربي کتابونه یې اکثره د همدې اردو هغو ژباړې دي.
د مولانا وحید الدین خان یونلیکونه او سفرنامې هم مشهورې دي. مولانا مرحوم ته په ملي او نړیواله کچه ډېر ایوارډونه هم ورکړل شوي دي.
په ادبي لحاظ د مولانا وحید الدین خان سبک او د ادا طرز ډېر زړه راښکوونکی دی. د لیکنو محتوا یې له هنریت سربېره علمي او ساینسي اړخ هم لري. په کتابونو کې یې د نقل پرځای د عقل تله درنه ده. کله چې کومه موضوع څېړي، نو ډېر نرم او عاطفي غږیږي. د پند او نصیحت څرک یې په تصنیفاتو کې له ورایه څرګندیږي. مثلا په «آخری سفر، ۵مخ» کې لیکي: یوه امریکایۍ مېرمن د چکر په نیت روسیې ته تللې وه. هلته یې ولیدل چې د کمونېست ګوند د مشر عکسونه هر ځای لګېدلي دي. د هغې دا کار خوښ نه شو. یو ځل یې د روسي وګړو پر وړاندې پر دې موضوع تنقید وکړ. ملګري یې ورته ورو په غوږ کې وویل: اغلې، تاسې اوس مهال په روسیه کې یاست، په امریکا کې نه یاست. سړی په خپل هېواد کې په خپله خوښه اوسېدلی شي خو که بل هېواد ته ځي، نو بیا باید د هماغه هېواد د نطام ( او قانون.ژ) پابندي وکړي. که د هغه ځای د نظام خلاف وکړي، نو مجرم به وګڼل شي. همدغسې مثال لږ په لویه کچه د دنیا دی. انسان په یوه داسې دنیا کې پیدا کیږي، چې هغه خپله نه ده جوړه کړې. دا په بشپړ ډول خدای جوړه کړې دنیا ده. ګویا انسان دلته په خپل ملک کې نه دی، د خدای په ملک کې دی.

مولانا وحید الدین خان په ډېرو تلوېزوني خپرونو کې هم برخه اخیستې ده. د ده اثار د مذهب او نسل له تفکیک پرته مطالعه کیږي. په لوستې طبقه کې مولانا وحید الدین خان د یوه امن پسند او سوله خوښي عالم په توګه مشهور دی. د ده ټول تمرکز په همدې و، چې څنګه د اسلام او نورو مذهبونو ترمنځ سولې او تفاهم ته لاره اواره کړي. همداراز دا هم د ده د تمرکز ټکی و، چې څنګه د نورو ادیانو په پیروانو کې د اسلام په هکله ناسم پوهاوی ختم کړي.
با وجود د دې دومره دیني خدمتونو د مولانا مرحوم ځیني افکار او عقاید داسې دي چې زموږ د دور ډېر علما ورسره مخالف دي. دی په اکثرو ځایونو کې د جمهورو علماوو څخه بدل نظر وړاندې کوي. لکه د جهاد، ختم نبوت، مهدي او نورو موضوعاتو کې. د دې متضاد شخصیت سره سره بیا هم د الحاد په رد، د دین په تجدید او د اسلام د خپراوي په لاره کې د ده خدمتونه د ستایلو وړ دي.
مولانا مرحوم پرون د اپرېل په ۲۱مه په نوې ډیلي کې د ۹۶ کلونو په عمر په یوه روغتون کې وفات شو.
پر ګور یې نور اوسه!

دا هم ولولئ

٩٠ کلنه مېرمن

په ٩٠ کلنۍ کې يې بريالى کاروبار پيل کړ، د ځوانانو لپاره مثال

په هند کې يوې ښځې د ٩٠ کلونو په عمر خپل بريالى کاروبار پيل کړ …