کورپاڼه / بېلا بېل / لیکنه څنګه وکړو؟
ليکوال

لیکنه څنګه وکړو؟

ستېفن کینګ هغه لیکوال ده، چې د ښې لیکوالۍ لپاره یې ګڼې لارښوونې کړي دي. دی وايي لیکوال باید خپلې باطني نړۍ او تخیلاتو ته ننوځي، هغه څه چې باطن کې یې لري نورو ته یې وښيي خو ډېری کله مونږ لیکلو ته ډېر څه لرو خو چې لیکلو ته يې لاس کړو نو قلم په لاس پاتې شو. یا هم د لیکلو لپاره مو ذهن کې خبرې ډېرې وي خو د بیان قوه یې نه لرو.

لیکلو ته یې هوډ کړو خو وایو، نو څه ولیکم؟

دا موضوع مونږ ته د لیکوالۍ لوی خنډ ده ځکه مونږ موضوع لرو، خبرې او استدلال لرو خو بیا هم هېڅ نه لرو، ځکه دا یوازې زمونږ ‌‌‌ذهني نړۍ کې پراته شیان دي او دا نه لیکل یې بیرته زمونږ پر ذهن منفي اغیزه درلودلی شي نور نو مونږ ته لیکنه کول ننګ ګرځېدلي وي.

د دې ستونزو حل لار دا ده چې تر دې وړاندې مونږ وغواړو لیکنه وکړو او قلم او کاغذ راواخلو دا غوره ده چې مونږ خپلې خبرې وسنجوو، په ناسته ولاړه، تلو راتلو هر وخت مو د خپلې موضوع په منظمولو کوښښ وکړو.

یو منظم چوکاټ باندې ورته فکر وکړو، چې ښه زه غواړم لیکنه وکړم لومړى کومه خبر وکړم، پيل کې یې باید زما کومه جمله وي، کومه جمله به د نورو لپاره تلوسه پیدا کړي، اول او دویم پېراګراف څنګه سره منطقي رابطه ورکړم…

یا ډېری کله مونږ ته زمونږ عنوان چې ټاکو د ټولې لیکنې لیکلو مرسته کوي، مونږ دې ته هڅوي چې په موضوع رڼا واچوو، د نورو فهم وړ يې کړو، په ځانګړې توګه زمونږ د لیکنې لومړنۍ جمله چې څومره ښکلې وي هغومره مونږ ته د نورو لیکلو ډاډ راکوي، خو له هر څه نه وړاندې د ټولو خبرو لپاره منظم ذهني چوکاټ اړین ده، ګنې نو مونږ به په یو نا معلومې څلور لارې کې واوسو، چې د دې پته به نه وي کومه لار باندې لاړ شو.

د لیکنې کولو رازونه:

لوستل او مطالعه د لیکوالۍ راز ده خو د لیکنې کولو ډېرى رازونه له مونږ سره وي خو مونږ ترې په خپل وخت ګټه نه پورته کوو لکه:

١-: کله کله د انسان ذهن د لیکوالۍ لپاره تر بل هر وخت ښه چمتو وي، هم موضوع او هم لیکلو لپاره پوره پیاوړی هوډ لري خو مونږ لیکنه نه کوو او په بل څه ځان بوختوو.

٢-: په لیکنه مې پوهیږم چې څه ده په څه موضوع ده خو لیکل یې راته ستونزمن دي، کولی شئ د ټیليفون ریکارډر مو ولګوئ او ګوښه يې کیږدئ، دا مهمه نه ده چې په پيل کې به یې تاسو څه وايئ یوازې وغږیږئ، او وروسته یې پلې کړئ او هماغه خبرې ولیکئ بیا یې سره منظمې کړئ.

٣-: یوازې وليکئ، داسئ مه کوئ چې درې جملې وروسته لیکنه خرابه درته ښکاره شي او زړه مو ورنه تور شي، ځکه وروسته یې په بار بار ویلو اصلاح کولی شئ خو په بس کولو یې ښه لار نه ده.

لیکواله: مریم صدیقي

دا هم ولولئ

شيدې

هغه شېدې چې اوبه پکې ګډې شوي وي، داسې یې معلومې کړئ

شېدې چې د انسان د روغتیا لپاره یو اړین توکی ګڼل کېږي، تقریباً په هریو …