کورپاڼه / ژوند / د مین مات شوي زړه حال
مات شوى زړه

د مین مات شوي زړه حال

ځیني دردونه د ګونګي انسان په څېر وي، نه پرې څوک پوهیږي، نه یې چاته د اظهار بیان کولی شې، بس پټه تړلې خوله به یې تېروې.

همدا دردونه دي چې اکثره وخت د لهجو تریخوالي سبب هم ګرځي، ځکه دوی هغه خلک دي چې له حده ډېر مین شوي، له حده ډېر یې باور کړی، له حده ډېر د چا ژوند ته ننوتي، او له حده ډېر درد یې لیدلی.

کله دې چې فکر او زړه دواړو ته د نړۍ حقایق ثابت شي او دردېدلی یې، سختې ورځې د تېرې کړي وي او نور له ډېرو خبرو ستړی یې دا وخت به ته هرومرو ژوند کوې، ژوند پای ته نه دى رسېدلی، خو بل ډول به یې کوې، یوازینۍ هیله به دې د ټاکل شوي وخت نړۍ کې تېرول وي نه ژوند کول پکې.

که څومره ښه ژوند ولرې په کیسه کې به یې نه یې، د وجود پاچا دې وزورېده، وینو کې ولمبېده او ومړ. دلته څوک نه اوسي دلته کالبوت دى چې یوازې ورځې او شپې سبا کوي. نور ویده شي خوب وکړي خو دردېدلی زړه یوازې سترګې پټوي تر څو هغه د شپې رسم پر ځای شي.

په نورو سهار شي، سهارنی ورځ ته د نوي پیل او نوي ژوند په سترګو ګوري خو دوی یوازې د زړه په چاودو غواړي ورځ سبا کړي.

د دوی زړونه په لاعلاجه رنځ اخته دي، سترګې یې د غمناکو اوښکو بهېدو نه ستړې دي او نور یې د کړېدلي زړه اه په سترګو کې اوښکې نه پیدا کوي او غمجنې سترګې یې نه ښېرا کوي نه دعا.

او کله چې مرګ په خپلو تېزو سترګو وویني د ژغورنې پر ځای یې هرکلی کوي. هو دا په حقیقت کې هغه وخت ده چې غواړي د یو لوی دېوال یا کوچني کاغذ په یوه څنډه دې دا مړو خلکو ته ثابته کړي چې له دروغو سره ژوند پای ته ورسید. نړۍ دروغ وایي، اخر به ومرې او یوه ټوټه ژوند ته به له دروغو سره نڅېدلی یاست.

لیکنه: مریم صدیقي

دا هم ولولئ

ژوند

ژوند مو ښکلی کړئ!

ژوندونه مختلف نه دي، له ژونده د خلکو غوښتنې بیلابیلې دي، ځينی له ښار د …