کورپاڼه / روغتيا / هر کال ۱۷۰۰ مېرمنې د سینې سرطان له کبله مري
د سينې سرطان

هر کال ۱۷۰۰ مېرمنې د سینې سرطان له کبله مري

د تیو یا سینو سرطان په عمومي توګه په میرمنو یا ښځو کې ډیر لیدل کیږي. سره له دې چې د سینې سرطان ناروغي د درملنې وړ ده، خو په افغانستان کې هر کال ۱۷۰۰ مېرمنې د یادې ناروغۍ له کبله مري. همدا ډول د افغانستان همسایه هېواد پاکستان کې هم له ۴۰ څخه تر ۵۰ کلنۍ پورې تر ۴۰ سلنه میرمنې د سرطان پر ناروغۍ اخته کیږي، چې زیاتره یې مري.

له بل اړخه د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په نړۍ کې د میرمنو د مړه کېدو دویم ستر لامل د سینې سرطان ناروغي ده، چې له هر ۹ څخه یې یوه پر دغه ناروغۍ اخته کیږي.

په تېره نیږدې کې د روغتیا نړیوال سازمان یوه څیړنه ترسره کړې وه چې نړۍ کې د سرطان ناروغي مخ پر زیاتېدو ده، او ویل شوي و چې په ۲۰۱۸م کال کې به له ۱۰ ميلیونو څخه زیات کسان له دغې ناروغۍ ومري او له ۱۸ ميلیونو څخه زیات به یې پر دغې ناروغۍ اخته شي.

د سینې سرطان نښې دا دي، چې ترشک وروسته باید ژر تر ژره ډاکټر ته لاړ شو:

که مو د سینو یا تیو له څوکو وینه یا نور ترشحات راغلل، نو بې احتیاطي مه کوئ او حتماً د نور معایناتو لپاره ډاکټر ته ورشئ.

-: که مو د سینو یا تیو د څوکو شاوخوا پوستکی وچ شي او پوست اچول يې پيل کړل نو دا هم ممکن د خطر یو نښه وي.

-: که مو د سینې څوکه دننه خوا ته ننوځي نو حتماً ډاکټر ته ورشئ.

-: کله چې ستاسو سینه یا تی سور بخونه، التهابي او یا و پړسید نو د یوه جدي خطر په توګه يې وانګیرئ او ډاکټر ته ورشئ.

-: که مو په سینه یا تخرګونو کې وړه دانه یا غوټه پیدا شوه ژر تر ژر ځان ډاکټر ته ورسوئ.

مېرمنې باید له هرې میاشتينۍ ناروغۍ څخه چې دوی ته پېښېږي د خپلو سینو معاینات وکړي.

-: کله چې ستاسو د یو تي شکل او بڼه بدله شي، نو ممکن کومه ستونزه وي.

-: کله مو چې د سینې پوستکی ګونځي شو او یا يې حساسیت تر پخوا زیات شوی وي چې په لږ لمس سره هم درد کوي نو باید د نورو معایناتو لپاره اقدام وکړئ.

دا هم ولولئ

د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ.!

دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. …