کورپاڼه / ژوند / د یو ریښتیني ملګري لس ځانګړني !

د یو ریښتیني ملګري لس ځانګړني !

ملګری د ژوند خوشحالي او ښکلا وي او په ملګرتیا کې پاک زړه او باور تر بل هر څه مهم وي، ځکه دا دوه هغه موارد دي چې په شتون یې ملګرتیا ته دا لقب نه شې ورکولی، او څوک چې ملګری نه لري نو ژوند یې نیمګړی او بې خونده وي.

دلته لس هغه ځانګرنې دي چې په ویلو سره به یې پوه شئ چې څوک مو رښتينی ملګری دی:

 

١-: بې له دې چې ککار یي په تاسو بند وي درته زنګ کوي .

٢-: کله هم چې خبرې کوئ نو په ډېرې راحتي سره مو خپلو شخصي مسایلو باندې غږېدای شئ، او هېڅ کله هم د خبرو پر مهال د وېرې او ډار احساس ونه لرئ.

٣-: د وخت تېرېدل ستاسې په اړیکه کوم تاثیر نه کوي او ستاسو په خبرو او چلند کې هېڅ کوم توپير نه لیدل کیږي. حتا که کلونه کلونه هم تېر شي خو چې کله یې وګورې نو هماغسې خندا، هماغسې غیر رسمي توب او ټوکې ټکالې درسره پېل کړي، پرته له دې چې په دې فکر وکړي چې کوم مقام ته رسېدلى يې.

٤-: هېڅ کله د یو بل تر شا خبرې نه کوي، او نه څوک دې ته زړه کولی شي چې د ملګري مخ کې مو د تاسې په اړه کومه کږه خبره وکړي.

٥-: پر تاسو قضات نه کوي، او تاسې تل درک کوي.

٦-: د یو بل رازونه په هر ډول شرایطو کې ساتئ او صداقت لرئ.

٧-: دې ته اړتیا نه شته چې تل په اړیکه کې واوسئ تر څو ملګرتیا مو دوام ولري. رښتينې ملګرتیا په تل اړیکه نیولو او لیدلو پورې اړه نه لري دا د ملګرتیا اړیکه ده چې د زړه نه کیږي.

٨-: په یوه موضوع بحث کولو کې ژر توافق ته ورسیږئ، او د یو بل فکر ته احترام ولرئ.

نهم : په پټه له تاسو څخه دفاع کوي ! کله چې تاسو حضور نه لرئ او یو څوک مو په اړوند قضاوت کوي یا مو غیبت کوي ریښتینی  ملګری مو دفاع کوي

لسم:ریښیني ملګري ممو په هر ډول شرایطو او سختیوو کې تر څنګ دریږي او که چیرته مو کار ورباندي بند وي بهاني نه کوي

لیکواله: مریم صدیقي

دا هم ولولئ

وخت مو مدیریت کړئ!

وخت هغه څه دی چې په دومداره توګه مصرفېږي او د ذخیره کېدو وړ نه …