کورپاڼه / سينما / د هندي فلمونو لوبغاړې کریتي سنون وپېژنئ
کريتي سنون

د هندي فلمونو لوبغاړې کریتي سنون وپېژنئ

کريتي سنون د هندي سینما له نویو څېرو څخه ده. نوموړې چې څو ورځې وړاندې د خپل ۲۹ کلنۍ  کلیزه ولمانځله په ۱۹۹۰ میلادي کال د هند دهلي ښار کې سترګې نړۍ ته پرانيستې.

کریتي سنون د بالیووډ هغه تازه کاره څېره ده چې ډېر زر خلکو وپيژندله، د ښوونځي په وخت کې د ماډلینګ په یوه وېبسایټ کې د هغه انځور په اېستلو ګډون وکړ چې خور یې ورته اخیستی و او په همدې سیالۍ کې یې لومړی مقام خپل کړ.

بالیووډ ته تر راتلو وړاندې یې ماډلینګ کاوه او په ډېریو ټلویزیوني اعلاناتو کې يې ونډه اخیستې، د هندي سینما دې ښځینه ستورې خپل لومړنى هنري کار په بریاليتوب سره د (هیرو پنتي) فلم، چې په ۲۰۱۴ م کال کې خپور شو له ټایګر شروف سره په مرکزي رول پېل کړ.

کريتي سنون ١

د کریتي سنون زده کړې تر لیسانسه پورې په اليکترونیک او اړیکو څانګه کې دي، کریتي هغه فلمي مېرمن ده چې له بوکس لوبې سره مینه لري او خپله هم پکې تکړه ده.

کریتي له ځانه یوه وړه خور لري او د ماډلینګ په وخت کې له ګرو ارور سره ملګرې وه، خو وروسته یې له سوشانت سينګ راجپوت سره د ملګرتیا اوازې هم خپرې شوې.

میرمن سنون په بالیووډ کې د لوبیز ژوند تر څنګ د پخلي کولو او کرکټ لوبو په لیدلو کې بوخته وي. کریتي له هندي ټلویزیون سره په مرکه کې ویل چې: د هند په فلمي ستورو کې د خوښې لوبغاړي سلمان خان، شاه رخ خان او عامر خان دي، او په ښځينه فلمي ستورو کې ریکا، مدهوري دیکشت او کاجول د خوښې وړ لوبغاړې دي.

کريتي سنون ٢

د خوښې فلم یې: دلوالې دولهنیا لې جاینګې

د خوښې ځایونه یې: ګوا او دوبۍ  دي.

د یادونې وړ ده چې کریتي سنون په لومړیو کې د هند سویلي فلمونو کې راښکاره شوه، د نوموړې مینه وال د نورو فلمونو په  تمه یې دي.

کریتي پرته له هیروپنتي په دې فلمونو کې په بریالۍ توګه لوبېدلې: دلوالې، بریلي کې برفي، رابطه، لوکا چوپي، ارجون پټیالا او بچن پانډې چې ټاکل شوې بچن پانډې فلم یې د ۲۰۲۰ م کال په کریسمس کې د هندي سینما په پردو خپور شي.

لیکنه: مریم صدیقي

دا هم ولولئ

کيټ ميډلټن

د مینه والو میلیاردره

له ښکلې څېرې سره یې د ټولو سترګې بلدې دي، کیټ میډلټن (Kate Middleton) د …