کورپاڼه / بېلا بېل / په لاندې 11 تګلارو مو خپل پټ استعدادونه ښکاره کړئ

په لاندې 11 تګلارو مو خپل پټ استعدادونه ښکاره کړئ

که تاسو هم  د هغه خلکو له ډلې یاست چې غواړي خپل پټ استعداد پیدا کړي او وپوهېږي چې څوک دی نو په لږ وخت کې به پوه شئ چې څوک یاست، که تاسو ووایاست چې اوس ناوخته دی، نه، که په دې کار هرڅومره وخت تېرېږي په هماغه اندازه د خپل پټ استعداد پیدا کول درته سخته کېږي او په ګنګس حالت کې پاته کېږئ.
په دې لیکنه کې 11 مرحلې دي چې که یې قدم په قدم تعقیب کړئ خپل پټ استعداد به درته ښکاره شي.

 

 

 

لومړۍ مرحله ـ
ټول خیالونه مو یاد ته راوړئ:
ددې لپاره چې خپل پټ استعداد پیدا کړئ لومړی مو د ژوند حقیقي ارمانونه او امیدونه یاد ته راولئ، د ماشومتوب، مکتب او پوهنتون دورو د ژوند امیدونه ولیکئ.
دویمه مرحله ـ
اوس مو لرل او کېدل جلا کړئ:
خپل ټول ارمانونه چې مو لیکلي په دوه برخو تقسیم کړئ.
ـ لرل: هغه څه چې ستا ارمان دی چې باید ویې لرې.
ـ کېدل: هغه څه چې ستا ارمان دی چې ته باید څه شې.
اوس مو چې د کېدلو ارمانونه ولیکل غواړو په دې برخه کار وکړو.

 

 

درېیمه مرحله ـ
څه شی ستاسو هیجان راپاروي.
آیا په یاد مو دي چې چا په ژوند کې کوم نقش درلود او تاسو ورته هیجاني شوي یاست او په ځان کې مو لرزه حس کړې وي؟ که داسې شوي وي هغه حالت ولیکئ، ځکه چې دا هیجان ستاسو د پټ استعداد په پیدا کېدو کې مرسته کوي.
څلورمه مرحله ـ
د کوم کار په کولو خوښ یاست؟.
هر ډول فعالیت او کار چې ستاسو په ماشومتوب او اوس مهال خوښېږي چې کوئ یې څه ده؟ د کوم کار په کولو خوشحاله کېږئ؟.
پنځمه مرحله ـ
کوم کار چې مو نه خوښېږي ځان ترې خلاص کړئ.
څه مو چې تر اوسه لیکلي مرور ورباندې وکړئ، تاسو چې کوم امید لرئ چې باید شئ په هغو فکر وکړئ، وګورئ کوم امید ته ښه احساس لرئ ( د هیجان احساس چې په درېیمه مرحله کې ذکر شوی)، اوس ځان د هغو امیدونو په نقش کې تصور کړئ چې څه به مو کړي وو؟ او څه احساس لرئ؟،   متوجه شئ چې د مختلفو امیدونو په نقشونو کې ستاسو احساس څومره قوي دی، اوس د خپلو احساساتو قوت ته له یو تر لسو نمرې ورکړئ.

 

 

 

شپږمه مرحله ـ
د ټیټو نمرو احساساتو باندې خط کش کړئ.
خپل هغه احساسات چې کمې نمرې یې اخیستې وې ایسته یې کړئ ځکه ستاسو د پټو استعدادونو په پیدا کولو کې مرسته نه شي کولای.
اوومه مرحله ـ
ډلبندي یې کړئ:
اوس تاسو د خپلو امیدونو یو لیست لرئ، خپل لیست ته پوره دقت وکړئ او وګورئ چې کوم امیدونه مو له نورو سره نږدې والی یا شباهت لري په نښه یې کړئ.
اتمه مرحله ـ
ډلبندي ته نومونه ورکړئ:
کوم امیدونه چې تاسو ډلبندي کړي داسې نومونه ورکړئ چې ستاسو د وړتیاوو استازولي وکړي او د امیدونو د پیوسته والي ښکارندوی وي.

 

 

 


نهمه مرحله ـ
د ډلبندیو په اړیکو غور وکړئ:
تقریباً موخې ته رسېدلي یو، اوس په دې فکر وکړئ او ځان پوه کړئ چې کوم موارد مو د ډلبندیو تر منځ مشترک دي او یو بل سره نښلوي، دا کار دا ښکاروي چې د ډلبندیو تر منځ اختلاف هم وجود لري.
لسمه مرحله ـ
د استعداد د ښکاره کېدو په لټه کې شئ.
د ژوند ټول هغه امکانات مو ولیکئ چې خپلو ټاکل شویو موخو ته مو رسوي، په دې ځای کې ستاسو د ژوند د کومې برخې په اړه بحث درسره کوو؟ ایا ستاسو استعداد د ژوند له یوې زیاتو برخو او حوزو سره اړیکه لري؟، ټول معلومات مو پوره ولیکئ.
یوولسمه مرحله ـ
د خپل ژوند موخې مو مشخصې کړئ.
اوس مو د بالقوه استعدادونو یو لیست ترتیب شو، اوس هرې سناریو ته د جذابیت له مخې له یو تر لسو نمرې ورکړئ.
اوس باید معلومه شي چې خپلو موخو ته له کوم لوري رسېږې؟،
که وکولای شې خپلې موخې ته ورسېږې نو دا مانا چې خپل حقیقي ژوند ته رسېدلي یاست ځکه چې کله خپل پټ استعداد پیدا کړئ د هغه عملي کول هم درته اسانه کېږي.

دا هم ولولئ

په کورونو کې د لمدبل ستونزه او حل لاري !

کله چې په ژمې موسم کې کور ګرموئ یا ستاسې د کور د کړکیو د …