کورپاڼه / بېلا بېل / د مینه والو میلیاردره
کيټ ميډلټن

د مینه والو میلیاردره

له ښکلې څېرې سره یې د ټولو سترګې بلدې دي، کیټ میډلټن (Kate Middleton) د بریټانیې شهزاده ویلیام ارتو فیلیب میرمن ده، او د انګلستان شاهي کورنۍ تر ټولو ښکلې او جذابه ناوې ده، چې درې ماشومان لري.

کیټ په ۱۹۸۲ م کال کې په انګلستان کې زېږېدلې، پوره نوم یې کترین الیزابت میډلټن ده، له شهزاده سره یې پيژندګلوي په پوهنتون کې وشوه، اغلې په هنري تاریخ کې زده کړه کړې، په ۲۰۰۱ م کال کې یې ویلیام سره لومړنۍ کتنه وشوه او دا لړې همداسې پر مخ لاړه.

په ۲۰۰۸ م کال کې کیټ ته په  سلطنتي کورنۍ په میلمستیاګانو کې بلنه ورکړل شوه او په ۲۰۱۰ م کال کې د بریتانیې سلطنتي کورنۍ رسما د کیټ او ویلیام د وصلت اعلان وکړ.

کيټ ميډلټن ٣

د ۲۰۱۱ م کال د اپرېل په ۲۹ نړۍ د یو بې ساري واده لیدونکی و، دا شانداره او پرتمين واده د کیټ میډلټن او شهزاده ویلیام و، چې د نړۍ په کچه دوه میلیارده خلکو یې ننداره کوله چې د ژوندۍ خپرونې تر ټولو ډېر لیدونکو ریکارډ یې ثبت کړ.

خو ایا پوهېدئ، سره له دې چې کیټ د انګلستان ملکه شوه په ځينو کارونو شهرت ته ورسېده او له ځینو مواردو نوره محرومه شوه  لکه:

١-: د کيټ تر ټولو حیرانونکی کار دا و چې سره له دې چې خلکو فکر کاوه کیټ میډلټن به یو تکړه او نامتو مشایطې باندې په خپل واده کې ځان جوړ کړي خو داسې نه و، کیټ په خپل واده کې د ځان مشایطه وه او خپله یې ځانته سینکار کړی و.

کيټ ميډلټن ٢

٢-: د کیټ تر ټولو زړه وړونکی څیز د هغې کالي دي چې په محفلونو کې یې اغوستي وي خو ایا پوهېدئ چې د کیټ کالي د یوې عادي نجلۍ کالیو په بیه دي او د انګلستان هغه ملکه ده چې په محفلونو کې څو ځله په بیاځلي کالیو کې لیدل شوې خو څه یې ښایست او څه یې انتخاب ښکلی دى، چې د نړۍ ښکلې او سټایلي میرمنو څخه ده. خلک وايي چې، که کالي اخلې نو کیټ په څېر یې خوښ کړه.

٣-: کیټ میډلټن د انګلستان په ماڼۍ کې هغه ملکه ده چې خپل ځان او شهزاده ویلیام ته خواړه چمتو کوي.

٤-: د کیټ محرومیتونو کې یو دا ده چې کیټ له انټرنیټ سره مینه لري خو د انګلستان سلطنتي قوانینو په اساس ورنه ګټه اخیستی نه شي.

٥-: کیټ له واده وروسته نه شي کولی هر چاته خپله امضا ورکړي او یوازې د دویمې الیزابت ملکې اسنادو باندې امضا کوي.

٦-: کیټ میډلټن له هر ډول نوکانو رنګ څخه استفاده نه شي کولی یوازې ځینې رنګونه په خپلو نوکانو وهلی شي.

کيټ ميډلټن ١

٧-: کیټ په هېڅ صورت د دې اجازه نه لري چې د خلکو په وړاندې وژاړي، که څه هم هر څومره احساسات ورباندې زورور شي خو باید ځان سمبال کړي.

٨-: اغلې له هوږې سره مینه لري او غواړي تل یې په ډوډۍ کې واوسي خو د هغې لپاره چې د دویمې الیزابت ملکۍ هوږې سره جوړه نه ده نو کیټ یې هم د انګلستان په شاهي مانۍ کې نه شي خوړلى.

ژباړه: مریم صدیقي

دا هم ولولئ

شخصیت څه دی، او ډولونه یې!

په نړۍ کې هر شخص غواړي چې نورو ته په زړه پوری وي، ځکه غوره …