کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / څېړنه:د SMS لیږل فشار راټیټوي

څېړنه:د SMS لیږل فشار راټیټوي

پوهان وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS   لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې فشار یې راټیټ شي

 

داکسفورډ پوهنتون  پوهانو پوره یو کال په دې اړه څیړنه کړې ده. په څېړنه  کې د ګډونوال  پر دریو ډلو ویشل شوي وو، لومړۍ ډلې په شخصي توګه  ډاکتر ته تلوو، دویمې ډلې له ډاکتر سره دلنډپیغامSMS له لارې اړیکې نیولې او بیا ورتله   او درېیمې ډلې  لنډ پیغام لیکه او نه ورتله .

 

له څېړنې وروسته پوهان هېښ شول کومې ډلې، چې له ډاکتر سره دلنډ پیغامSMS له لارې اړیکې نیولې وې، دوی دښې روغتیا احساس کاوه له پیغام لیږد وروسته یې احساس کاوه، چې فشار یې ټیټ شوی دی.
پوهان وايي: اوس ددې اجازه شته ،چې دا ډول یوه طریقه  دروغتیايي لارو چارو په لړلیک کې ور زیاته شي او دا اړتیا نوره  نه شته ،چې په منظمه توګه دهمدې ناروغۍ لپاره ډاکترته ورشئ.

دا هم ولولئ

ایفون

بازار ته وړاندي شوي د څلورو نویو ایفونونو بيه څو ده؟

د امریکا تکنالوژي شرکت اپل د ایفون ټیلفون نوی څلور ماډلونونه بازار ته وړاندې کړ. …