کورپاڼه / روغتيا / Omega-3 داوميګه – تري کپسول روغتيايي ګټې

Omega-3 داوميګه – تري کپسول روغتيايي ګټې

د څېړنو له مخې هر کال په ټوله نړۍ کې زرګونه کسان د زړه د ناروغۍ له امله له منځه ځي. د زړه د ناڅاپي حملې د مخنيوي په پار او يو شمېر هغه ناروغۍ چې د زړه او رګونو د سيستم اړوند دي، د ځان ساتلو لپاره مو د Omega-3 کپسول يا د ماهيانو تېل استعمال کړئ‌. نوموړي کپسول په خپل ترکيب کې، اوميګا تري، شحمي اسيدونه لکه EPA او DHA …لري. (د هارورډ پوهنتون په يوه څېړنه کې ثابته شوې وه چې په متحده ايالاتوکه د اوميګا تري کمښت په بدن کې، د ژر مړینې کبل ګرځي. په لاندې ليکنه کې د ماهيانو د تېلو روغتيايي ګټې ولولئ او هره ورځ د اوميګا تري کپسول په خوړلو سره له لاندې ګټو ځانونه برخمن کړئ.

 

 

لومړی: د زړه او رګونو سيستم روغتيا لپاره
د امريکا د زړه اتحاديه يا « AHA »زياتوي چې د ماهيانو تېل Omega-3 يا شخمي اسيدونه لري او همدا اسيدونه د زړه د روغتيا لپاره ګټور دي. د ماهيانو تېل د زړه ضربان تېزوي، د زړه د ناروغيو څخه مخنيوی کوي او د زړه دنده غښتلې کوي. Omega-3 کپسول د زړه د ناڅاپي حملې مخنیوی کوي او د وينې غوړ له منځه وړي. د ډېرو غوړ خواروکونو خوړل، د وينې د غوړ درلودل، ورزش نه کول، د زړه ستونزې رامنځته کوي. د ښه او روغ زړه درلودلو او د زړه د ناڅاپي حملې د مخنيوي لپاره هره ورځ د Omega-3 يو دانه کپسول وخورئ.

دوهم: د عصبي سیستم د غښتلي کولو لپاره
اوميګا تري کپسول په خپل ترکيب کې ډېر مهم مواد لري، چې له جملې يې؛ ډي ايچ اي اسیدDHA دي. نوموړي مواد د عصبي حجرو لپاره ګټور دي. Omega-3کپسول حافطه قوي کوي او عصبي سیستم غښتلي کوي. همدا راز Omega-3 کپسول مو د پرېکړې او فکر کولو وړتيا پياوړې کوي.

 

 

 

درېيم: د بدن معافيتي سيستم پياوړی کوي
روغ او له ناروغيو څخه پاک معافیت د صحت منده ذهن او بدن کيلي ده. که معافيتي سيستم کمزوری وي، بدن له مختلفو ناروغيو او انتاناتو سره مخامخ کېږي.۳ Omega-کپسول معافيتي سيستم پياوړی کوي او د يو شمېر انتاناتو سره مقاومت کوي.

څلورم: د سپورټ او تمرين پر مهال استقامت زیاتوي
ډېری مېرمنې او نارينه له کمزورتيا ځورېږي او د استقامت د زياتوالي په خاطر له يو شمېر درملو، مشروباتو… موادو څخه کار اخلي، ځينې خلک څه نا څه لنډ مهاله انرژي ترلاسه او ځينې يې نشي ترلاسه کولای. د Omega-3 په استعمال سره مو ځانونه با انرژي کړئ. هغه خلک چې سپورټي مسابقې لرې کولای شي چې د ژر نا ستړې کېدو او غښتلي کېدو لپاره Omega-3کپسول استعمال کړي.

 

 

 

پنځم: د رواني فشار او اضطراب له منځه وړلو لپاره
هغه کسان چې رواني فشار، ذهني ناجوړتيا… ولري پکار ده چې د ماهيانو تېل په خپل ورځني ژوند کې استعمال کړي. سيروټنين يو ډول کېمياوي مواد دي چې خوښي راوړونکي اغېزه لري. که کوم څوک رواني فشار او اضطراب لري کولای شي چې د Omega-3کپسول استعمال کړي.

شپږم: د سترګو د نظر قوي کولو لپاره
څېړنو ښودلې چې د Omega-3کپسول د سترګو نظر تېزوي. ګلايکومه glaucoma د سترګو يو ډول ناروغي ده چې اعراض يې، د سترګو د نظر کموالی، د سترګې درد، د سترګې سوروالی…دی. ډاکټران ځينې وخت د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره د ۳ Omega- کپسول استعمال توصيه کوي

 

 

.

اووم: د پوستکي او وېښتانو د روغتيا لپاره
نوموړي کپسول يو شمېر ضروري ويټامينونه هم لري لکه ویټامین ای او ويټامين ډي. که پوستکی مو خړ او وچ ښکاري، وېښتان مو ګونځې او ماتېږي د Omega-3کپسول استعمال کړئ. هغه کسان چې د ويټامين ډي کمښت، ځوانکې او هر مخ نورې سرې دانې لري. د Omega-3کپسول استعمال ښه درملنه ده.

اتم: د وزن د کموالي لپاره
هغه کسان چې په منظم ډول Omega-3کپسول څخه استفاده کوي چاغښت او وزن يې له منځه ځي. د Omega-3 کپسول د مغذي موادو په درلودو سره، انسان موړ ساتي، د ورځې په جريان کې د وږې احساس نه کوي او وزن يې په منظم، مناسب او برابره اندازه ساتي.

دا هم ولولئ

اومیندوارې میرمنې باید په مسلسل ډول ۱۲ ورځو لپاره خرما وخورئ

خرما چې د انسان د روغتیا لپاره له بې شمېره روغتیایې ګټو څخه برخمنه میوه …