کورپاڼه / روغتيا / د پوستکي د وچوالي څخه د خلاصون لارې چارې!

د پوستکي د وچوالي څخه د خلاصون لارې چارې!

پوستکی د بدن تر ټولو حساسه او نازکه برخه ده، چې د تودوخې له امله اغېزمن کيږي او په ځانګړي ډول د کمو اوبو له کارولو سره د پوستکي د وچوالي ستونزه مخې ته راځي.

څنګه کولی شو خپل پوستکی له وچوالي خوندي وساتو؟

د کمو اوبو څښلو سره مو بدن کې مايعات کمېږي بدن مو سپور او د پوستکي د وچوالي لامل ګرځي، د مثال په ډول له خوراک وروسته د زياتې کافي څښل، ځکه چې کافي څښل مو بدن د مايعاتو له نشتوالي سره مخ کوي او پوستکی مو وچ او خوشک پاتې کيږي.

 

 

پر خپل وخت د سالمو او ويټامن لرونکو خوړو نه خوړل مو هم له يادې ستونزې سره مخ کوي، کوم ته چې بدن اړتيا لري او بدن د ويټامنونو د کمښت سره مخ کيږي او د بدن پوستکي تازه ساتلو کې رول لوبوي.

همدا راز د لمر له وړانګو څخه مخ نه پټول، او د مخ پريمينځلو پر مهال د هغه موادو کارول چې د پوستکي د وچ پاتې کېدو لامل ګرځي.

د پوستکي د سالم ساتلو لپاره لاندې لارښوونې بايد په کار واچول شي:

د ورځې په جريان کې بايد د لمر له مخامخ وړانګو-تودوخې څخه ځان وساتئ، او د لمر وړانګو څخه د بچ کېدو لپاره سنسکرين (sunscreen) وکاروئ.

همدا راز له لمر څخه د سترګو ژغورلو لپاره د لمر ضد عینکې وکاروئ او د سترګو شاوخوا پوستکي خيال وساتئ،ځکه دا يو ډير نازک او حساس ځای دی او د لمر څخه ډير ژر اغيزمن کيږي.

ددې ترڅنګ باتور غیرت وایي د روښانه رنګ جامې واچوئ او د ورځې له مخې د بهر تللو پر مهال مو خپل سر له لمر څخه پټ کړئ.

د خوراک وروسته اوبه او د تازه ميوو جوسونه په زياته پيمانې سره وڅښئ ددې ترڅنګ د اوبو لرونکو تازه سبزي او ميوه په روزمره شکل وکاروئ تر څو مو په بدن کې د اړينو ويټامينونو اړتيا پوره شي او د بدن خوشکي مو له منځه ولاړه شي.

دا هم ولولئ

په ژمي کې څنګه روغ پاتې شو؟

ژمی که له یوه لوري د رخصتۍ او ساعتېرۍ موسم دی، له بلې خو د …