کورپاڼه / روغتيا / که ساه بندي لرئ؛ د درملنې دغه اسانه او ارزانه لارې وازمو

که ساه بندي لرئ؛ د درملنې دغه اسانه او ارزانه لارې وازمو

ساه بندي هغه ناروغي ده چې تنفسي سیستم کې د روغتیايي ستونزو له کبله رامنځ ته کېږي. ماشومان هم په دغې ناروغۍ اخته کېدلی شي. ساه بندي هغه مهال چې سږو کې د هوا رگونه وپړسېږي رامنځ ته کېږي. د رگونو او سږو دغه پړسوب سږو ته د هوا دننه کېدو او خارجېدو لاره بندوي چې له همدې امله انسان ساه نشي اخیستلی.

 

خو کورکمن هغه مساله ده چې د سابندي سربېره د سږو او ساه پورې تړلې زیاتو ناروغیو لپاره تر ټولو غوره او اغېزمن درمل بلل کېږي. کورکمن د سږو او د سږو رگونو پړسوب له منځه وړلو سره ساه اخیستل اسانه کوي.

که د ساه بندي ناروغي لرئ او د طبیعي درملنې په لټه یاست، نو د دغې ناروغۍ څخه خلاصون لپاره کورکمن په لاندې طریقو سره کارولی شئ:

 

 

 

اول- کورکمن

اړین توکي
اول. د یوې کاچوغې څلورمه برخه کورکمن

طریقه:
اول. پورته ذکر شوې اندازه کورکمن خپلو خوړو کې واچوئ.
دوهم. په ورځ کې د یوې کاچوغې څلورمه برخه کورکمن ۳ – ۴ ځلي وخورئ.
دريم. یوې اوونۍ څخه تر لسو ورځو پورې د کورکمن دغه کارونې ته ادامه ورکړئ، او که خپله روغتیا کې مو غوره‌والی ولید، نو د کورکمن اندازه نوره هم زیاته کړئ.

 

 

 

دوهم- کورکمن او گبین (عسل)

د کورکمن او گبین مخلوط د ساه بندۍ ستونزې اوارولو سربېره د تنفسي سیستم اړوند نورې ستونزې او ناروغۍ هم درملوي.

اړین توکي:
اول دوه کاچوغې گبین
دوهم . یوه کاچوغه کورکمن

طریقه:
اول د کورکمن پوډر او گبین یوې کوچنۍ لوښي کې واچوئ.
دوهم. په ښه توگه يي گډ کړئ.
دریم. دغه مخلوط د ورځې په اوږدو کې وخورئ.
څلورم. د ساه بندي او تنفسي سیستم د ناروغۍ درملنې لپاره دغه مخلوط هره ورځ وکارو

دا هم ولولئ

په ژمي کې څنګه روغ پاتې شو؟

ژمی که له یوه لوري د رخصتۍ او ساعتېرۍ موسم دی، له بلې خو د …