کورپاڼه / روغتيا / 8 هغه خوراکې مواد چې د ککړې هوا د مرګوني ضررونو څخه مو ژغوري

8 هغه خوراکې مواد چې د ککړې هوا د مرګوني ضررونو څخه مو ژغوري

د بیروني هوا ککړتیا په اوس وخت کې په نړۍ کې د مرګ و میر تر ټولو ستر عامل دی، د هوا ککړتیا د ملیونونه انسانانو د مرګ عامل دی، د هوا ککړتیا د سږو د سرطان، د زړه د ناروغیو او تنفسي التهابونو ستر عامل دی، په دې لیکنه کې مو کوښښ کړی هغه خوراکي مواد در وپیژنو چې د ککړې هوا په مقابل کې مو د بدن مقاومت لوړوي.

 

لومړی ـ د C ویټامین:
د C ویټامین تر ټولو قوي انټي اکسیډان دی، زموږ تاسو په ټول بدن کې مایعاتو سره ګډ دی او په بدن کې ازاد راډیکالونه له منځه وړي، یو په عمر پوخ کس په ورځ کې 40mg د C ویټامین ته اړتیا لري، هغه خوراکي مواد چې په زیاته اندازه د C ویټامین لري عبارت دي له: مالټه، نارنج، ګشنیز، ګلپي او داسې نور، ښه کار دا دی چې په غذایي رژیم کې د دوه لیمو اوبه اضافه شي.
دویم ـ د E ویټامین:

 

دا ویټامین په غوړو کې محلول دی چې د انسان د بدن د دفاع لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، دا ویټامین په نباتي غوړو لکه د لمر ګلي، زیتون او داسې نورو کې موجود دی، په دڼیا او ریحان کې هم په کمه اندازه شتون لري، د بدن د ضرورت وړ د E ویټامین مو له دغه پورته خوراکونو پوره کړئ.
درېیم ـ بتاکاروټین:
بتاکاروټین په بدن کې د التهابونو مخه نیسي، د بتاکاروټین څخه غني خوراکي مواد عبارت دي له:
دڼیا، پالک، کاهو، د سرې مولۍ پاڼې، کاځرې او داسې نور.
څلورم ـ د امګا3 غوړ اسیدونه:دا اسیدونه د ککړې هوا څخه د زړه ساتنه کوي، د امګا3 څخه غني خوراکي مواد عبارت دي له:
ـ دانې او مغزیات لکه چهارمغز یا غوزان او د مالوچو پندانه.
ـ کبان، شنه سبزي یا ترکاري، سویا.

 

 

پنځم ـ کورکمن:
کورکمن د کورکومین په نامه مواد لري چې د ککړې هوا له امله په سږو کې د رامنځه ته شوي التهابونو په وړاندې د سږو ساتنه کوي.
شپږم ـ سره بانجان:
سره بانجان په زیاته پیمانه د C ویټامین لري، همدارنګه د لیکوپن په نوم پریمانه انټي اکسیډان (antioxidant) هم لري چې د تنفسي مجرا التهابونه له منځه وړي، همدارنګه د ککړې هوا له امله چې د ساه بندي کومې ستونزې تحریک کېږي مخنیوی یې کوي.

 

اووم ـ ګلپي:
ګلپي د C ویټامین تر ټولو ستره منبع ده، نورې ګټې یې پورته ذکر شوې دي، همدارنګه ګلپي د سولفورافان په نامه ترکیبي مواد لري چې د تنفسي سیسټم سرطانې حجرې له منځه وړي.
اتم ـ شین چای:
په نړۍ کې تر ټولو ډېر څښونکې ماده چای دی چې په ډېره پیمانه انټي اکسیډانونه لري، شین چای کولای شي د بدن مسمومیتونه له منځه یوسي.

دا هم ولولئ

اومیندوارې میرمنې باید په مسلسل ډول ۱۲ ورځو لپاره خرما وخورئ

خرما چې د انسان د روغتیا لپاره له بې شمېره روغتیایې ګټو څخه برخمنه میوه …