کورپاڼه / بېلا بېل / د امازون د بنسټ ایښودونکي جف بزوس دکاروبار په اړه پنځه کلیدي ټکي:

د امازون د بنسټ ایښودونکي جف بزوس دکاروبار په اړه پنځه کلیدي ټکي:

د امازون مالک یا عمومي مدیر جف بزوس د خپل عمر تقریباً نیمایې برخه په الکترونیکي اختراعګانو تېر کړ چې تر څو یې خپله کمپنۍ بریا ته ورسوله او اوس د نړۍ له غټو سرمایه دارو خلکو څخه شمېرل کېږي، په دې لیکنه کې د جف بزوس د بریا مهم رازونه درسره شریکوو.

 

لومړی ـ د خپلو پیرودونکو لپاره په تشویش کې وي نه د رقابت ته:
بزوس وایې چې زیاتره کمپنۍ نورو رقیبانو سره رقابت ته لومړیتوب ورکوي، صبر کوي چې رقیبان یې څه شی بازار ته وړاندې کوي وروسته دوی کوښښ کوي هغه کار په ښه ډول ترسره کړي، خو بزوس د خپلې کمپنۍ پیرودونکو ته د ښو خدماتو په وړاندې کولو تمرکز کړی او د امازون ویب چوپړتیاوو ته یې پراختیا ورکړه.
بزوس په 2015 کال کې یوه رساله خپره کړه چې په کې ویل شوي زیاتره کمپنۍ د ځان صفت کوي او وایې چې سیسټم مو مشتري محور دی خو ډېر کم یې رښتیا وایې، ډېری د سافټوییر کمپنیو د کار سیسټم رقیب محوره دی، دوی ګوري چې رقیبان یې څه کوي او بیا یې دوی کاپي کړي.

 

 

دویم ـ د بازار د رهبري لپاره خطر ومنئ:
امازون درې ځلې هڅه وکړه چې بازار کې د پلاټ فورم په شکل د خرڅلاو بازار ونیسي، لومړی یې amazon Auction امتحان کړ، وروسته په zshops بدل شو او په اخر کې اوس د amazon.com بازار په نوم دی، بزوس په 1997 میلادي کال کې په یوه رساله کې ولیکل چې اختراع او ناکامي د سکې دوه مخه دي چې یو له بله سره تړلي دي، د اختراع لپاره ازمایښت ضرور ده که مخکې له ازمایښته په دې خبر یاست چې اختراع مو بریالۍ ده نو بیا خو اختراع نه شوه، سوداګریزه پانګونه کې خطر ومنئ که چېرته نتیجه ورنه کړي دویم ځل ته به مو تجربه زیاته وي.
درېیم ـ داسې کار وکړئ چې کارکوونکي مو د مالکیت احساس وکړي:
کله چې بزوس د امازون په لومړۍ کلیزه کې دا خبره کوله دده کمپنۍ 613 کارکوونکي درلودل په داسې حال کې چې له دې یو کال وړاندې ده یوازې 158 تنه کارکوونکي درلودل او اوس زرګونه کارکوونکي لري، ددې مېتود تر ټولو مهمه برخه کارکوونکو ته د سهم ورکول دي، بزوس په 1997 کال کې په یوه رساله کې لیکلې وو چې موږ هر وخت کوښښ کوو ترڅو د بااستعداده او ماهرو کارکوونکو په ساتنه تمرکز وکړو، بزوس زیاته کړه چې زموږ بریا د ماهرو کارکوونکو په استعداد او انګېزه او د هغو په جذب پورې تړلې ده، دوی هر یو باید فکر وکړي چې یو مالک دی او په حقیقت کې هم باید مالک واوسي.
ټکی: د شرکت په بریا کې کارکوونکو ته برخه ورکړئ، یعنې په ګټه کې فیصدي ورکړئ.
څلورم ـ په شرکت کې داسې مفکوره خپره کړئ چې د شرکت په ګټه مو وي:
په 2015 کال کې بزوس په یوه مقاله کې لیکلي چې ” موږ هېڅکله ادعا نه کوو چې زموږ تګلاره بهترینه ده، خو وایو چې زموږ تګلاره زموږ لپاره غوره ده، موږ یوه ډله همفکره خلک راټول کړي، دا هغه ډول خلک دي چې زموږ تګلارې ته انرژي او مانا ورکوي”.

 

 

 

مهم ټکی:
ټول شرکتونه محدود هدفونه نلري، مهمه موضوع دا ده چې ستاسو د شرکت لپاره مهمه موضوع څه شی ده تکرار یې کړئ او ځان مطمئن کړئ چې دا موضوع یا کړنلاره ټول مني او رعایت کوي.
پنځم ـ خپلو کارمندانو ته تر یو حده واک ورکړئ او د بوروکراسي څخه ډډه وکړئ:
بزوس وایې چې تصمیمونه دوه ډوله دي:
یو ډول تغیر نه منونکي او دویم تغیر منونکي دي چې د اشتباه په صورت کې اصلاح کېدای شي.
بزوس په 2015  کال په یوه علمي رساله کې لیکلي وو چې دویم ډول تصمیمونه باید د ځیرکو خلکو او یا د کوچنیو ډلو له لوري ونیول شي، کله چې کمپنۍ او یا بنسټونه پراختیا پیدا کړي ډېری وخت د لومړي تصمیم په ځای هم دویم ډول یا قابل تغیر تصمیمونه نیول کېږي، بزوس زیاتوي چې ددې حالت اخري پایله د خطر نه منل او رکود منځ ته راوړي.
مهم ټکی: د نوښتونو د زیاتېدو لپاره باید د کمپنۍ ټیټ رتبه مامورینو ته هم واک ورکړل شي.

دا هم ولولئ

شيدې

هغه شېدې چې اوبه پکې ګډې شوي وي، داسې یې معلومې کړئ

شېدې چې د انسان د روغتیا لپاره یو اړین توکی ګڼل کېږي، تقریباً په هریو …