کورپاڼه / افسانه / څنګه په نفس باور پیاوړی کړو؟

څنګه په نفس باور پیاوړی کړو؟

په نفس باور ذاتي عمل نه دی بلکي اکتسابي چاره ده. له کوم وخت نه چې نړۍ ته راځوو نورو خلکو ته په غوږو نیولو سره خپل خاصیتونو له لاسه ورکو یایې کرار کرار هیروو، مګر د پر نفس د بارو پیدا کولو لپاره باید لاس پکار شو، دا چې څنګه، لاندې څو نقطې د یادونې لپاره راوړو

 

د ګناه احساس له ځانه لیرې کړئ
د ګناه احساس تر ټولو ډېر پر نفس باور زیانمنوي. کله چې الله ج په ریښتنې توبه تاسې بښي نو بیا ولې تاسې خپل ځانونه نه بښئ! کلونه مخکې مو اشتباه کړې، اما دروند بار یې اوس هم پر اوږو وړئ. له اوس څخه وروسته دا بار کېږدئ او ځان سپک کړئ. که دا کار وکړئ پر نفس بارو به مو زیات شي او که په نفس باور ډېرېږي له ګناه څخه خپله ځان ساتئ

 

 

قاطعیت او جدیت ولرئ
له نن څخه وروسته ټول کارونه په قاطعیت تر سره کړئ. کله چې له خپلو پریکړې نیونې مطئمن شئ بیا قاطعانه مخکې لاړ شئ. خبرې کول او په لارې تګ مو باید استوار او محکم وي. که مو خبرې د شک او تردید بڼه ولري دا خبرې مخاطب ته نقلېږي او ډېر موثرې نه تمامېږي.
مخکنۍ ماتې نورې مه یادوئ
هېڅ وخت مخکنۍ ماتې نورې مه یادوئ. یوازې درس ترې واخلئ او هیرې یې کړئ. که نه وي پر نفس باور مو زیانمن او ضعیفوي.
موسکا مه هیروئ
هڅه وکړئ په هر ډول شرایطو کې موسکي اوسې. پر نفس د باور او دروحي سلامتي لویه نښه موسکا ده. همدارنګه د مئومن او خوش اخلاق انسان نښه هم ګڼل کېږي

 

پر ځان، کار او خپل خدای مئین اوسئ
په هره بڼه او شرایطو چې یاست قبول یې کړئ. د بېلګې په ډول که ونه مو ټیټه ده، یا بل هر ذیل یاست، د خدای روح درکې جاري ده، او همدې ټکي ته توجه مو پر نفس باور زیاتوي. له خپل کار سره علاقه مند اوسئ، که د هر لامله ترې پتنګ وئ هڅه وکړئ خپل نظر یې په هکله بدل کړئ.
ګونګ مه غږئږئ
که شف شف کوئ مانا دا چې نورو ته اعلان کوئ چې پر خپل نفس باور نه لرئ، په لوړ غږ، روان او رسا خبرې وکړئ. پر دې سربېره په خبرو کې صراحت ولرئ او په واضح او رڼه بڼه وښیایئ چې غواړئ څه ووایئ او منظور مو څه شی دی او اصل مطلب ته نغوته وکړئ. دا کار مو پر نفس باور ډېروي.
ډېر مطالعه وکړئ
څوک چې ډېر مطالعه کوي له ډېرو معلوماتو او طلاعاتو مالامال وي چې دا خپل پر نفس د باور یو خلاص میدان په لاس ورکوي.
ظاهري ښکلا وساتئ
که ظاهراُ ښکلي او مرتب وئ پر نفس مو بارو زیات وي. هڅه وکړئ کورنۍ، جامو ته پاملرنه وکړئ. که ظاهرا ښه معلوم نه شئ ټولنې ته ورتګ به مو په ښه زړه نه وي. ځینې وخت مو پر جامو یو لکه ښایي له یوې مهمې غونډې څخه را وګرځوي.
.
سکون وساتئ
بیړنيتوب او عجله ګي به مو پر نفس باور کم کړي. هڅه وکړئ په هر حالت کې سکون وساتئ. کارونه چټک کړئ خو سکون له لاسه مه ورکوئ، حتې که د جنګ په میدان کې هم خپل سکون وساتئ د حل لارې موندل به درته آسانه وي.
هیندارې ته ودرېږئ، ځان وستایئ
دا کار د نفس د باور لپاره ډېر ګټمن دی. هر ورځ څو دقیقې دا کار وکړئ. هڅه وکړئ هیندارې ته په کتو سره د ځان مثبتې ټکي در په زړه کړئ او د ځان ستاینه وکړئ.
په همدا اوس کې ژوند وکړئ
که په همدا اوس کې ژوند وکړئ او ټوله انرژي همد اوس مصرف کړئ سبا به مو تضمین وي. ځکه چې سبا د همدې نن په سمو کړنو پورې تړلې ده. که عمر مو د پرون په پیښمانو او سبا په اندیښنو تېر کړ، ډېرې ارزښتمنې شیبې به مو له لاسه ورکړې وي

 

.
ټینګ ستړي مه شي وکړئ
شول پول لاس مه ورکوئ، خصوصا که نظامي واست، ټینګ او محکم لاس ورکړئ او همدارنګه ګرم او صمیمانه.
بریاوې وشمیرئ
تر اوسه مو چې کومې لاسته راوړنې درلودلي دي له هغې څخه یو لست جوړ کړئ او له ځان سره یې ګرځوئ، کله مو چې پر نفس باور کمېده هغه لیست ته ګورئ.
ځان ته مبارکي ورکړئ
له ځانته د (شپه پخیر) او (مینه درسره لرم) جملو ویلو څخه هم ډه ډه مه کوئ د خپل ځان لپاه د زوکړې ورځې جشن ونیسئ او ځان ته ارزښت ورکړئ.
همیشه لږ پیسې له ځان سره ولرئ
په جیب کې درسره د یو مقدار پیسو درلودل مو پر نفس باور زیاتوي. ښایي دا تجربه مو کړې هم وي.
نه ویل زده کړئ
ډیری کسان د نه ویل توان نه لري او دا کار ورته ته ستونزې جوړوي، هیله لرم چې له دې ډلې کسان څخه نه وئ. که وړاندیر درته وشي او هغه ستاسې په زړه نه وي په قاطعیت اما په احترام نه ورته ووایئ.
فکر وکړئ؛ پر نفس بې کچې باور لرئ
هیڅ وخت ځانته اجازه مه ورکوئ چې په نفس باور نه لرئ. دایم هڅه وکړئ مثبت او لوړ فکرونه وکړئ. که خپل فکر کوئ چې په نفس باور نه لرئ له نور څنګ تمه کوئ چې فکر وکړي تاسې په نفس باور لرئ.

دا هم ولولئ

د یو بریالي او تکړه کارکوونکي ترټولو اړينې وړتياوې پېژنئ؟

د یو کارکوونکي په توګه ستاسو بریا تر ډېره حده د اړیکو ساتلو په وړتیا …