کورپاڼه / روغتيا / د ستونې درد مو په طبیعي درملو ورغوئ!

د ستونې درد مو په طبیعي درملو ورغوئ!

موږ تاسي ټول پوهېږو چې د ستوني درد سخت دی او نه زغمل کېږي، په دې لیکنه کې هغه کورني توکي درپېژنو چې د ستوني درد ورباندې رغولای شو.

 

لومړی ـ د خیرو ګل ریښه:
د ختمي یا خیرو ګل ریښه درر اراموونکي مواد لري چې کوم جانبي عوارض نلري. له ډېرې پخوا زمانې دا بوټی په درملو کې کارول کېږي، دلته له دې بوټي د ستوني درد په رغولو کې د کارولو لار درښیو.

د ضرورت وړ توکي:
• یو لیټر یخې اوبه.
• د ختمي د ګل وچه شوې ریښه 28 ګرامه.
د تیارولو طریقه:
په یوه لوښي کې اوبه واچوئ، د ګل ریښه راواخلئ په یوه پاکه نخي ټوټه کې یې واچوئ او بیا یې په همغه لوښي کې واچوئ. یوه شپه او یا 8 ساعته وخت ورکړئ، نور مو درمل تیار دي، دا اوبه د ورځې لږ لږ وڅښئ، په کافي اندازه به مو د ستوني درد کې کمښت راغلی وي.

دویم ـ د مڼې سرکه:
د مڼې سرکه یوه طبیعي، قوي درماني ماده ده چې له ډېرو پخوا زمانو، په درملنو کې کارول کېږي. د مڼې سرکه کې د “استیک اسید” لري چې په بدن کې د باکتریاوو پر وړاندې مبارزه کوي، بقراط چې د یوناني درملنې د پلار په نوم یادېږي، د مڼې د سرکې او د شاتو ترکیب د انفلونزایي ناروغیو، د ستوني درد او ټوخي لپاره کاراوه.

ــ د ستوني د درد لپاره کولای شو په لاندې ډول له سرکې کار واخلو:
یو ګیلاس کې ګرمې اوبه واچوئ او د ډوډۍ خوړلو یوه کاچوغه د مڼې سرکه ورسره ګډه کړئ او که یوه کاچوغه شات  هم ورواچوئ ښه خبره ده، دا ګډ شوي توکي وڅښئ او سرکه به ستاسو د ستوني درد ښه کړي، خو یوه یادونه ضرور ده چې د مڼې د سرکې زیات کارول غاښونه له منځه وړي باید احتیاط ورسره وشي.

درېیم ـ د مالګي د اوبو غرغړه کول:
د مالګې د اوبو غرغړه کول په خلکو کې یو مروج کار دی چې خلک یې د ستوني د درد لپاره کاروي، مالګه د غرغړې پر مهال د ستوني مکروبونه وژني او د ستوني تڼاکي سمولای شي، عموماً مالګه د مکروبو ښه وژونکې ماده ده.
ـــ د کارولو طریفه:
یو ګیلاس تومړې اوبه راواخلئ د چای یوه کاچوغه مالګه ورواچوئ او ښه یې حل کړئ چې مالګه پکې حل شي، بیا یې د ورځې په جریان کې څو ځله ښه غرغړه کړئ، په دې کار سره به ستاسو د ستوني مکروب له منځه لاړ شي او د ستوني مکروبي کېدو مخه به ونیول شي او وبه رغول شي.

څلورم ـ شات:
شات ډېر خوږ خوراک دی خو ډېرې روغتیایي ګټې هم لري. طبیعي شات انټي اکسیډان، د التهاب ضد او مکروب ضد خواص لري، سربېره پر دې د ستوني لپاره اراموونکي او مکروب ضد خاصیت لري، د ځینو درملو د خوند د ښه کواو لپاره هم کاریږي. که شات په ګرمو اوبو او سرکې کې وکارېږي اغېز یې څو برابره زیاتېږي، باید متوجه اوسو چې له یو کاله ټیټ عمره ماشومانو ته د شاتو ورکول خطرناک دي، ځکه د ماشومانو کولمې د سالمو باکټریاوو په وړاندې لا نه وي مجهز شوې او که چېرته له یو کاله ټیټ ماشوم ته ورکړل شي او شاتو سره د بوټولیزم مکروب تېر شي، ماشوم ته زیات خطر دی. همدارنګه هغه خلک چې د شکرې یا ډیابیټ ناروغي لري هم باید د شاتو له خوړلو سره احتیاط وکړي ځکه شات د قندونو له ډلې دی.

پنځم ـ د خوږولې رېښه:
د خوږولې بوټی د جنوبي اسیا او د بومي اروپا بوټی دی چې هلته زیاته پیدا کېږي. د ښه بوی او ښه خوند له نظره او د طبي ګټو له مخې زیات شهرت لري، خوږولې د اسپرین خاصیت لري چې د ستوني درد ارامولی شي، همدارنګه د التهاب ضد، ویروس ضد او مکروب ضد خاصیت هم لري. څېړنو ښودلې د ستوني له جراحي وروسته د خوږولې کارول ډېر مثبت رول لري، همدارنګه د خوږولې د اوبو غرغره کول د ستوني درد له منځه وړي.
کارول یې:
په جوشو اوبو کې څه اندازه د خوږولې ریښې واچوئ او د څو دقیقو لپاره یې پرېږدئ تر څو د څښلو وړ شي، ویې څښئ او د ستوني له درد سره خدای پاماني وکړئ.

شپږم ـ د لیمو اوبه:
د لیمو اوبه تازه کوونکی خاصیت لري چې کولای شي د انفلونزا یا یخ وهلو پر مهال مو د ستوني درد ارام کړي. لیمو د سي ویټامین او څو ډوله انټي اکسیډانونه لري، دا بې مثاله ترکیب (لیمو) په ستوني کې رامنځ ته شويو التهابونو پر وړاندې مبارزه کوي او د ستوني درد اراموي، لیمو د خولې تڼاکې له منځه وړي خوله او ستونی لُمد ساتي او د ستوني وچ والی له منځه وړي. د دې لپاره چې د لیمو اوبه ښه ګټه وکړي د لیمو اوبه په ګرمو اوبو او طبیعي شاتو سره ګډې کړئ، په دې سره به یې اغېز څو برابره زیات شي.

اووم ـ زنجبیل یا سونډی:
سونډی التهابي ضد او مکروب ضد خاصیت لري چې د ستوني په درملنه کې ښه ثابت شوی دی، د سونډي اوبه د ویروسي او باکتریایي تنفسي ناروغیو لپاره ښه درمل دي چې کولای شي د ستوني التهابات له منځه یوسي حتی د توبرکلوز ناروغانو ته هم موثر درمل دي.

د شونډ د چای تیارولو طریقه:
د ضرورت وړ مواد
• د سونډي د بوټي رېښه
• یو لیټر اوبه
• شات یا نور خواږه خوراکي مواد یوه کاچوغه
• د تازه لیمو لږ جوس
د زنجبیل یا سونډي ریښه راواخلئ پوست یې کړئ او بیا یې د کچالو د چپسو په شان پاڼې پاڼې کړئ، په لوښي کې اوبه جوش کړئ او د سونډي پاڼې شوې رېښې ورواچوئ، د لوښي سر پټ کړئ او لس دقیقې دم ورکړئ، وروسته بوره یا شات او د لیمو اوبه ورواچوئ او ښه یې حل کړئ، دا جوړ شوی چای په یخ او ګرم شکل دواړه ډوله څښلی شئ، دا ډول چای د ستوني د هر ډول ناروغي درملنه کوي.

اتم ـ د کوپرې تېل:
د کوپرې تېل څوکاره خوراک دی چې روغتیا ته زیاتې ګټې لري، د کوپرې تېل د حلق د درد د تسکین لپاره کارول کېږي، د کوپرې د تیلو په استعمال کې نه باید افراط وشي چې بیا د ملین مشکل منځ ته راوړي، په ورځ کې له اوبو سره د چای له دوه کاچوغو زیات مصرف یې روغتیا ته زیان رسوي.

نهم ـ دار چیني (یو ډول هندي مواد):
دارچین خوندور او خوږبویه ماده ده چې انتي اکسیډان او باکټریا ضد خاصیت لري، په چینایي طبابت کې د انفلونزایي، د ستوني او یخ وهلو ناروغیو د درملنې لپاره کاریږي. د ستوني د درد لپاره د دارچین او  د بادام د شیدو چای زبردست خوند او تاثیر لري.

د دارچین د چای جوړولو طریقه
د اړتیا وړ توکي:
• میده شوی دارچین د چای نیمه کاچوغه
• یو پیاله د بادام شیدې
• بلورۍ مالګه یا سوډا 8/1 کاچوغي.
بلورۍ او دارچیني په یو لوښي کې واچوئ او ښه یې ګډ کړئ، د بادامو شیدې ورسره ګډې کړئ او د جوش تر حده یې ګرم کړئ، وروسته خواږه یا شات ورسره ګډ کړئ او له یخېدو وروسته یې نوشجان کړئ.

لسم ـ د مایعاتو زیات څښل:
که څه هم چې د ستوني په درد کې د خوراک تېرول اسانه وي، خو د مایعاتو او اوبو څښل د خوراک له ستوني تېرولو سره مرسته کوي او د ستوني رغولو کې هم مهم رول لري، مایعات د ستوني مخاطي غشا رغوي او د ستونې درد کموي، د ستوني د درد پر مهال هر هغه مایعات چې تاسو ورسره د ارامي احساس کوئ زیات وڅښئ.

یوولسم ـ د چرګ یخني:
د چرګ د غوښې یخني د زکام او د ستوني د درد لپاره ښه نسخه ده مؤثریت یې زیات دی، د چرګ یخني د دې لپاره ګټوره ده چې زیات مایعات لري، دا چې دا یخني زیات مایعات لري او څښل یې هم ناروغ ته اسانه دي د دې خوراک سره د بدن ضرورت موادو سره د ناروغ بدن ته په زیاته اندازه مایعات هم داخلېږي، په یخني کې د هوږې اضافه کول به مو د یخني تاثیر او ګټه دوه برابره زیاته کړي، ځکه چې هوږه زیات ویټامین او انټي اکسیډانونه لري.

دوولسم ـ د نعناع چای:
د نعناع چای هم خوندور او هم التهاب ضد خاصیت لري، په چای کې د نعناع ګډون د چای خوند سموي او همدارنګه د ستوني درد کرخته او په زیاته اندازه تسکین ورکوي، د نعناع چای هیڅ کافین نلري او د خوړلو لپاره بل خوند ورکوونکي شي ته هم ضرورت نلرې چې ورزیات شي، د نعناع تازه پاڼې په اوبو کې له 3—5 دقیقو جوش کړئ او وروسته له یخولو یې وڅښئ او د ستوني له درده ځان وساتئ او درملنه یې وکړئ.

دیارلسم ـ د شیرینې چای:
دا سمه ده چې مختلف ډول چایونه مو د ستوني درد رغوي او د بدن اوبه مو پوره کوي خو د دوی په څنګ کې له چای سره شیریني یا بوره خوړل هم درد ته تسکین ورکولای شي خو چې په مناسبه اندازه وي.

ژباړه او ترتیب: محمد راشد ناشر

دا هم ولولئ

د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ.!

دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. …