کورپاڼه / ژوند / ولي باید د واده کلیزه ونمانځل شي ؟

ولي باید د واده کلیزه ونمانځل شي ؟

د واده کلیزه!

ګډ ژوند ډېرې خوږې او ترخې لري، مینه او د یو بل درک کول، د دې سبب کېږي چې د زوجینو ژوند ښکلی کړي او د دې سبب کیږي چې د یو د بل پۀ خوا کې د اوسیدلو نه خوند واخلي، څومره خوندوره ده چې یو بل ته خاطره لرونکې شیبې وروبښي، دغه شیبې کیدلای شي چې په ځانګړو وختونو کې یا حتی بغيير له کوم مناسبت نه پیدا شي.

مګر له هغه ځایه چې ډیری خلک د یوې ځانګړې موقع په لټه کې دي، د واده کلیزه یوه بهترینه موقع ده، د واده لومړۍ کلیزه، د هر یوه لپاره خوښي او نه هېرېدونکې پېښه ده.
کله چې دوه نفره ګډ ژوند پیلوي ؛نو وضیعت فرق کوي، د ګډ ژوند اولنی کال سخت کال وي ځکه چې دوه نفره د یول بل اخلاقو سره ځانونه اموخته کوي او یو له بل سره عادت کیږي.
خوږې او ترخې خاطرې پدې کال کې راپیدا کیږي او هو اولنۍ کلیزه دواړو ته فوق العاده وي.

ددې ورځې ډالۍ هم باید د همدې ورځې په رقم ځانګړې وي.

لکه څنګه چې د دې ورځې ډالۍ ځانګړې او بې مثاله وي؛ نو کولی شئ له لاندې کارونو ګټه واخلئ.

لومړی: د انځورونو البم

ددې موقع لپاره یو له رومانټیکو ډالیو څخه د عکسونو البم تیارول دي چې د واده له اولنۍ ورځې شروع تر کلیزې پورې خوندور عکسونه موجود وي. دا انځورونه په منظم ډول په البم کې ځای پرځای کړئ، کولی شئ د هر انځور لاندې یوه مینه ناکه جمله ولیکئ، شاید ځینې د ځانګړو شیبو عکسونه هم ولرئ، هغه هم په دې البم کې ځای پرځای کړئ او یو څه توضیحات پکې وليکئ، دغه ډالۍ مو هتمن میرمن حیرانوي.

دویم: ځانګړی ساعت
اکثره خلک ساعت یو بل ته ډالۍ کوي، بې له شکه چې ستاسې میرمن یو ښایسته ساعت لري، مګر دلته د یو ځانګړي ساعت/ګړۍ پۀ هکله غږېږو، که په بازار کې وګرځئ، حتمن له ښایسته ډیجیټلي ساعتونو سره مخ کېږئ، چې د انځور لپاره ځای لري، تاسې کولی شئ چې په دې ساعت کې شخصي انځور یا هم یوه مینه ناکه جمله ولیکئ.

نورې ډالۍ هم شته چې باید ډالۍ شي لکه، انځوریزې تابلوګانې، پۀ یوه ښیښه کې بند د مینې لیکل شوي پیغامونه، یو کتاب یا هم یو د مینې لیک چې په کم قیمت زیات ارزښت لري، که د واده له لومړۍ کلیزې تیر شو؛ نو په لږ فکر سره به ووینو چې یوه کلیزه چې ډېره ځانګړې ده د واده پنځوسمه کلیزه ده.

د واده پنځوسمه کلیزه، له هغه چا سره چې مینه لرئ پنځوس کاله ژوند یوه مهمه مرحله ده، دا هغه څه دي چې ډیر خلک یې غوښتونکي دي، دا یوه خوندوره شیبه ده چې باید خپلې میرمنې ته ډالۍ برابره کړې.

پنځوسمه کلیزه یوه اهمه واقعه ده چې باید ستاسې ډالۍ هم بې بیلګې وي، دغه یو ډېر مهم کال بولي، اصلا لازمه نده چې په دې ورځ مو میرمن ته سره زر ډالۍ کړې، هغه څه چې تاسې انتخاب کړي وي ،کیدلی شي ګټور تمام شي.

که چیرته د دې جوړې زامن یا هم لمسي یاست؛ نو په لاندې لارو چارو کولای شئ چې فوق العاده ډالۍ مو مور و پلار یا هم نیا او نیکه ته ورکړئ:

زرینې خاطرې: له زرو څخه هدف دا ندی چې دوی ته جواهر ډالئ کړې، بلکې زرینې خاطرې هم کیدلی شي چې ګټورې وي او څوک چې پنځوس کاله په ګډه ژوند تیر کړي، کولی شي چې زرینې خاطرې له یو بل سره ولري.

د دغې خاطرو له راجمعه کولو څخه وروسته په یوه سي ډي کې د دې خاطرو اچول ډیر ګټور تمامیږي. کولی شئ چې د دوی له منفردو انځورونو یې شروع د کوژدې او بیا د واده انځورنه او ورپسې د ژوند نورو مرحلو انځورنه پکې ځای پر ځای کړئ. کولی شئ په انځورونو یې د خوښې سندره ثبت کړئ، فقط یو څه کوښښ لازم دی چې د دې په جوړولو کې وشي او حتی که د کوچنیوالی انځورنه یې هم لرئ؛ نو کولای شئ هغه هم پکې وټومبۍ. دا کیدلی شي چې یوه غوره ډالۍ د کلیزې په ورځ د لمسیانو او زامنو لۀ لوري وي.

لۀ خاطرو ډک یو چکر: یوه بله ډالۍ چې بچیان یې مور و پلار ته ورکولی شي، دوه نفري چکر دی، دوی خوښۍ او ارام ته ضرورت لري، خو معمولا دوی د داسې چکر د پلان حوصله نلري بچیان یې کولی شي چې د دې چکر زمینه ورته برابره کړي.

په هر حال که ستاسې ډالۍ هر څه وي، پۀ یو پوښ یېکې وپیچئ، هتمن د مقابل لوري خوښیږي.
عزت الله انتظار

دا هم ولولئ

د بریالیتوب لس رازونه!

هر څوک غواړي بریالي اوسي، دا ډېره ښه او عالي هیله ده. دغه هیلو ته …