کورپاڼه / ژوند / بریالیو او ناکامو خلکو اتلس توپیرونه!

بریالیو او ناکامو خلکو اتلس توپیرونه!

د بریاليو خلک توپیر  له نورو سره:

ټول انسانان غواړي چې بریالی شي، تر اوسه داسې کس نه دی پیدا شوی چې د ناکامه کېدو لپاره یې مقاله لیکلې وي. هېڅوک نه غواړي ناکامه شي، خلک بریا پسې ګرځي، څوک ورته رسېږي او څوک نه ورته رسېږي، ناکام خلک نه پوهېږي چې د بریا لپاره څه څه وکړي، په دې لیکنه کې غواړو د بریالیو خلکو ځینې هغه ځانګړتیاوې درته بیان کړو چې کېدای شي په درد مو وخوري.

لومړی ـ بریالي خلک راتلونکې ته مثبت فکر لري:
بریالي خلک هر وخت خپلې راتلونکې ته مثبت فکر لري، دوی هر وخت د خپلو کارونو مثبتو پایلو ته په تمه وي، دوی هر کار ته له مثبت اړخه ګوري د حاشیو ستونزې جدي نه ګڼي، دوی عقیده لري چې د هر شي وړتیا لري او فکر کوي چې نړۍ دوی د بریالي په توګه پېژني.

دویم ـ بریالي خلک د فکري ځواک خاوندان وي:
دا ډول خلک تل په خپلو کارونو فکر کوي، هره پروژه او کار چې شروع کوي لومړی یې په خپل فکر کې منظموي او هر وخت یې به ذهن کې وي، دوی هر وخت د پوښتنو سره مله وي، هر وخت په دې فکر کې وي چې که فلانی کار وکړم؛ نو کومې پایلې به په لاس راشي.هر وخت په دې هڅه کې وي چې خپل شاوخوا کشف کړي، د دوی دا کنجکاوي او پلټنه د دې سبب کېږي چې خپل دښمنان مات کړي.

 

درېیم ـ بریا ته رسېدل سخت دي:
که بریا اسانه وای، بیا خو به هر څوک بریالي وو، بریالي خلک هر وخت په ځمکه له لوېدلو ژر پورته کېږي، د ځان خاورې څنډي او تر پخوا په غټو قدمونو خپل مسیر ته ادامه ورکوي. بریالي خلک له لوېدلو وروسته په هغه ځای نه پاته کېږي، بلکې مخ پر وړاندې حرکت کوي.

څلورم ـ زیارکښه وي:
بریالي رهبران زیات وخت له کوره بیرون وي او که کله په کور هم وي د خپلو کارونو په فکر کې وي، دوی د خپلې بریا لپاره له هیڅ ډول کوښښه درېغ نه کوي، دوی هر وخت کوښښ کوي چې خپل ژوند ته هیجان او خوښي راوړي. بریالي خلک نه یوازې دا چې له خپلې کورنۍ سره خوشحاله ژوند تېروي بلکه د هغوی په جسم او روان هم خبر دي.

پنځم ـ بریالي خلک له احساسي پلوه بالغ وي:
بریالي رهبران ډېر ارام وي حتی اسټرس او اضطراب هم په دوی غلبه نه شي کولای، دوی د خپلو کوښښونو په قدر پوهېږي او د نورو د کوښښونو درناوی هم کوي، دوی په خپلو احساساتو واکمن وي او هر وخت هڅه کوي چې ښې ستراتيژیانې تمرین کړي.

شپږم ـ بریالي خلک جذاب وي:
دا خلک عموماً کاریزماتیک، ګرم، د احترام وړ  او روڼ اندي وي. بریالي کسان د خپل شاوخوا  کسان هم بریالي غواړي او کوښښ کوي چې د بریالیو سره وخت تېر کړي، ځکه چې بریالي خلک هم نورو ته ارزښت ورکوي او هم د هغوی خبرو ته غوږ نیسي. دوی خپل کارونه په پوره دقت سرته رسوي او کوښښ کوي چې انتقاد مننونکي واوسي.

اووم ـ له نورو سره ښې اړیکې لري:
بریالي خلک ګروپي کار ته ارزښت ورکوي، ځکه دوی په دې باور دي چې که په ګروپ کې د یو چا ذهن ښه کار وکړي نو ټول ګروپ ورسره یو قدم مخته ځي. بریالي خلک هر وخت په ورین تندي د نورو نظرونه اوري او په اسانۍ د نورو سره خپل معلومات شریکوي.

اتم ـ بریالي خلک د خپلو تېروتنو مسئولیت مني:
دوی هیڅکله په خپلو تېروتنو نه شرمېږي، دوی خپلو کارونو ته بهانې نه لټوي، دوی هر وخت یوه د حل لاره لري؛ نو ځکه په اسانۍ خپله تېروتنه مني او له خپلې تېروتنې زده کړه کوي.

نهم ـ دوی د بریا د مخنیوي عوامل پېژني:
که غواړئ بریالي شئ؛ نو له هغو کارونو ځان وساتئ چې له بریا مو لیري کوي. بریالي خلک ښه پوهېږي چې کوم شیان یې حواس ګډوډوي؛ نو له هغو یا ځان ساتي او یا اهمیت نه ورکوي او عکس العمل یې په وړاندې نه ښیي. بریالي خلک خوښوي چې مختلف مهارتونه زده او تجربه کړي، دوی کولای شي له هغه شیانو او کارونو صرف نظر وکړي چې د دوی په کار او برخلیک پورې اړه نلري، له نورو خلکو زده کړه کوي او هر وخت هڅه کوي نوي مهارتونه زده کړي او خپل معلومات زیات کړي.

لسم ـ د ورځني کارونو لیست لري:
دوی ورځني کارونه لیکي او لومړیتوب ته په کتو یې تر سره کوي، د کارونو لیکل د دې سبب کېږي چې کار تر سره شي او په ترسره کېدو کې یې توجه او احتیاط وشي، دوی د کارونو لیست د شپې برابروي.

یوولسم ـ کوم کارونه چې ضرور نه وي ذهن په نه بوختوي:
بریالي خلک بدو پېښو باندې ذهني تمرکز نه کوي، بلکې له هغو زده کړه کوي، څېړونکي وایي چې بدو پېښو ته تشویش نه کول انسان بریا ته رسولای شي.

دوولسم ـ خطر منونکي وي:
بریالي کسان خپلو کارونو کې ماتې ته هم اماده وي او خپل مسیر ته توجه کوي او له خپلو ماتو زده کړه کوي. دوی د امکان تر حده له خپل مسیر څخه خنډونه لیرې کوي او خپلې بریا ته کوښښ کوي.

دیارلسم ـ سخیان وي:
دوی مرستې باندې باور لري، دوی په دې عقیده دي چې که اوس د کوم اړمن لاس ونیسې سبا به بیا ده سره مرسته وکړي چې دا کار دوی سره د ژوند په چارو کې مرسته کوي، بل چا سره مرسته ذهني ارامتیا لري چې کولای شي خپلو کارونو ته سمه توجه وکړي او برکت به هم په کې وي.

څوارلسم ـ هره ورځ سپورټ کوي:
ټول بریالي خلک خپلې روغتیا ته ځانګړې پاملرنه کوي، د “مارک کوبان”، “ایلان ماسک” او ټیم کوک په شان بریاليو خلکو هره ورځ ځانته د سپورټ لپاره وخت ځانګړی کړی وو، دوی درک کړې چې مناسب اندام د پلانونو په منظم پرمختګ کې مهم رول لري او کولای شي له ذهن څخه اسټرس ختم کړي، ذهن له منفي فکرونو ژغوري او د ستونزو څخه یې ژغورلی شي.

پنځلسم ـ مثبت اندي وي:
بریالي خلک تل مثبتو پېښو ته په تمه وي او هر وخت ورته مثبتې پېښې پېښېږي، مثبت انتظارونه کولای شي په ژوند کې د مشکلاتو په وړاندې مرسته وکړي او نادره مثبتې پېښې ورته پیښېږي.

شپاړسم ـ هره ورځ مراقبه کوي:
بریالي خلک د ورځې په یو ځانګړي وخت کې مراقبه کوي او پدې ډول ذهن ته ارامتیا وربخښي، دا کار او تصویر د ژوند یو جامع تصویر ورکوي. دا د دې سبب کېږي چې په ارامي او سکوت سره د خپل ځان د داخل او نورې شاوخوا نړۍ حقایق پیدا کړي.

اوولسم ـ شکر کوونکي وي:
هغه خلک چې هر وخت د ژوند له شرایطو شکایت کوي هېڅکله به بریالي نه شي، هر سهار وختي باید له 5—10 دقیقو د خپلو وړتیاوو او نعمتونو شکر ادا کوي. هغه خلک چې په خپل ژوند شکر وباسي خوشحاله وي. خوښي د بریا مهمه برخه ده او خوشحاله خلک هر وخت بریالي وي.

اتلسم ـ هر وخت د زده کړې په حال کې وي:
بریالي خلک هر وخت نوي معلومات او مهارتونه زده کوي، د تصمیم نیولو له مختلفو لارو کار اخلي. د نړۍ تاریخ له بریالیو خلکو جوړ دی چې په خپل فکر یې نړۍ ته تغییر ورکړی دی.

ژباړه او ترتیب: محمد راشد ناشر

دا هم ولولئ

د بریالیتوب لس رازونه!

هر څوک غواړي بریالي اوسي، دا ډېره ښه او عالي هیله ده. دغه هیلو ته …