کورپاڼه / روغتيا / که دا ډول بې احتیاطي ورکړئ پښتورګي مو له منځه ځي !

که دا ډول بې احتیاطي ورکړئ پښتورګي مو له منځه ځي !

ورځنی ژوند مو له ښو او بدو عادتونو جوړ دی چې زموږ او تاسو د وجود برخه ګرځېدلې، د ځینو عادتونو پرېښودل سخت وي خو که په دې پوه شو چې روغتیا ته مو څومره زیان رسوي، بیا یې پرېښودل اسانه کېږي. ورځني عادتونه مو په روغتیا ډېر اغېز لري، ځینې وختونه کوچنۍ تېروتنې مو بدن ته نه جبرانېدونکي تاوانونه پېښوي، پرته له دې چې مخکې له مخکې کوم اخطار راکړي.

په دې لیکنه کې به لس هغه بد عادتونه در وپېژنو چې پښتورګو ته مو زیان رسوي.

 

 

لومړی ـ له اندازې زیات د مسکن درملو کارول:
له اندازې زیات د التهاب ضد یا اسټروییدي (NSAID) او درد اراموونکو یا مسکن درملو کارول مو هغه مهال درد اراموي، خو پښتورګو ته  دا درمل زیان رسوي. هیڅکله د ډاکتر له مشورې پرته التهاب ضد او مسکن درمل مه کاروئ.

دویم ـ د مالګې له اندازې زیات کارول:
په خوراکي رژیم کې زیاته مالګه او سوډیم مو د وینې فشار لوړوي او پښتورګي هم زیانمنوي. خپل خوراک مو د زیاتې مالګې په ځای په نورو سبزیجاتو خوندور کړئ، په دې کار په تدریج سره د کمې مالګې په کارولو مو ذایقه روږدې کېږي.

درېیم ـ په غوړو کې سره کړي خوراکونه:
سره کړي خوراکونه په زیاته اندازه سوډیم او فاسفر لري چې زیاتوالی یې پښتورګو ته زیان رسوي، هغه کسان چې پښتورګي یې ستونزه لري، باید په خوراکي رژیم کې د سوډیم او فاسفورس اندازه کمه کړي. سوډیم او فاسفورس د هغه خلکو پښتورګو او هډوکو ته هم زیان رسوي چې پښتورګي یې روغ وي؛ نو باید بیا هم د فاسفورس او سوډیم کچه کمه کړي، کوښښ باید وشي چې د  “ډش” (DASH) خوراکي رژیم وکارول شي او د ناسمو عادتونو په ځای سالم خوراکي عادتونه پر مخ یووړل شي، د ډش خوراکي رژیم کې په زیاته پیمانه سبزيجات، غلې دانې، کم غوړه لبنیات، کبان، حبوبات او په کمه اندازه خوږې څښونکي یوځای شوي دي.

څلورم ـ د اوبو ناکافي څښل:
اوبه ستاسو د پښتورګو سره مرسته کوي چې له بدن نه مو اضافي سوډیم او فاسفورس وباسې، همدارنګه د ډېرو اوبو څښل د پښتورګو د دردوونکو تیږو مخه نیسې، خو ځینې کسان شاید د پښتورګو د نورو ناروغیو په خاطر د ډېرو اوبو د څښلو څخه پرهېز وي، مګر عموماً هر کس ته د ورځې له یو نیم تر دوو لیټرو اوبه اړینې دي چې باید ویې څښي.

پنځم ـ کم خوبي:
د شپې ارامه خوب کول. د شپې خوب ټول بدن ته، په ځانګړي ډول پښتورګو ته زیاته ګټه رسوي، پښتورګي د خوب پر مهال د راروانو 24 ساعتونو فعالیت ته تیاری نیسي.

شپږم ـ د تورې غوښي ډېر خوړل:
د زیات حیواني پروټینو اخیستل وینې ته اسید زیاتوي چې په بدن کې د “اسي دوز” ( Acidosis) شرایط برابروي، په دې شرایطو کې پښتورګي نه شي کولای په پوره ډول اسید له منځه یوسي. پروټین د بدن د اندامونو د ودې، ساتنې او فعالیت لپاره ضروري منبع ده خو خپل خوراکي رژیم ته مو پام وي چې باید متعادل وي او د حیواني پروټینو او تورې غوښې ترڅنګ په زیاته پیمانه سبزیجات هم وکارول شي.

اووم ـ د خوږو زیات خوړل:
شکر “بوره” یو له هغه خوراکي موادو دی چې د وینې فشار  لوړوي او د شکرې یا ډیابیټ د ناروغي لامل هم کېږي چې دا دواړه ناروغۍ د پښتورګو لپاره ډېرې تاواني دي او پښتورګي هم ورسره له منځه ځي. له شيرینکو علاوه شکر په هغه څښونکو کې هم په زیاته پیمانه پیدا کېږي چې په خوله دومره خواږه نه وي، نو په دې اساس هر تیار څښونکي او خوړونکي خوراکي توکي چې له بازاره رانیسئ لومړی یې اولیه مواد وګورئ او د خپل خوراکي رژیم څخه زیات خواږه توکي ایسته کړئ.

اتم ـ سګریټ څکول:
موږ ټول له شکه پرته پوهېږو چې سګریټ څکول سږو او زړه ته زیات زیان رسوي خو په دې به نه وئ خبر چې پښتورګو ته هم زیان رسوي؟ سګریټ څکوونکي خلک له خپل ادرار سره په زیاته اندازه پروټین خارجوي چې دا په دې مانا ده چې پښتورګي یې سم کار نه کوي او د سګریټ څکوونکو خلکو د بدن پروټین نسبت نورو خلکو ته کم وي.

نهم ـ د الکولو بې اندازې کارول:
د الکولو زیات کارول یعنې د ورځې تر څلورو وارونو کارول، د پښتورګو شدیدې ناروغۍ پیدا کوي. که روغ کس هم په زیاته پیمانه الکول استعمال کړي د پښتورګو په خطرناکو ناروغیو د اخته کېدو چانس یې دوه برابره ورزیاتوي.

لسم ـ اوږد مهاله ناسته:
اوږد مهاله ناسته په مستقیم ډول د پښتورګو سره اړیکه لري، تر اوسه نده ثابته شوې چې ولي اوږدمهاله ناسته پر پښتورګو منفي اغېز کوي، تاثیر یې ثابت دی خو دلیل یې نه، دا ثابته ده چې د محرک بدن کې د ګلوکوزو مصرف او د وینې فشار نورمال وي چې دا دواړه عوامل د پښتورګو په روغتیا اغیز لري.

ژباړه او ترتیب: محمد راشد ناشر

دا هم ولولئ

د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ.!

دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. …