کورپاڼه / ژوند / په ګډ ژوند کې جنجالونه مو په ناروغیو اخته کوي !

په ګډ ژوند کې جنجالونه مو په ناروغیو اخته کوي !

د ګډ ژوند جنجالونه مو په دې ناروغیو اخته کوي:

څیړنې ښیي چې په ګډ ژوند کې تاویلې ما ویلې، په بدن کې د ځینو ناروغیو لامل کیږي، لکه د وینې د فشار لوړوالی، د زړه ناروغي، د عضلاتو درد.

ویل کیږي چې زمونږ عاطفه او احساسات زمونږ پر روح او روان تاثیر لري، په ځانګړې توګه کله چې زمونږ احساسات ډېر شدید یا منفي وي، د زیاتې مودې لپاره غوسه، ناراحتي، د ناکامیدو، عاجزۍ او د ویرې احساس، په انسان کې د دې لامل کېږي چې انسان ته ځان مریض ښکاره شي.

په ۸۰یمې میلادي لسیزه کې پوهانو هغه جوړو ته چې ۱۵ کاله یې د واده شوي، وو بلنه ورکړه. دوی غوښتل چې په یو ازمون کې یې د اړیکې د خوږوالي مثبت او منفي ټکي بیا ورغوي.

لومړۍ جوړې د ۱۵ دقیقو لپاره د همدې ورځې د پېښو په اړه خبرې وکړې، د همدې مسلې په باره کې ورته وویل شول چې دا پېښې بیا تکرار کړئ، موخه یې دا وه چې دوی ريښتیا وایي که نه؟
بحث پرته د احساساتي کېدلو څخه د ۱۵ دقیقو لپاره دوام وکړ.

د دواړو احساسات په پټ ډول ویډیویي ریکارډ شول. وروسته دواړو د پوښتنو ورقې د خپلې روغتیا په اړه په پوره تفصیل سره ډکې کړې چې له هغه وخت راهیسې همدې جوړې هر پنځه کاله وروسته تر دوو لسیزو پورې، همدې کتنځي ته د معاینات لپاره ورتلل او همدا پېښې یې تکرارولې.

له دې ازمون څخه کیدلی شي چې د ګډ ژوند د روغتیا په هکله ډېر ګټور معلومات تر لاسه شي، مګر د “برکلي پوهنتون” څېړونکو په وروستۍ څېړنه کې د دوی تاویلې ماویلې او د جنجال پر وخت د دوی د بدن حالت او غږونه  و ازمویل، بیا یې احساساتي سګنالونه مثلاً کله چې سړی غوسه وي وروځې یې ځوړندې، سترګې یې رډې، خوله یې راټوله او غږ یې لوړېږي. وروسته د پوښتنو په ورقو کې د دوی د روغتیا په اړه هم پوښتنې سره پرتله شوې.

ددې راپور په بنیاد، هغه خاوند چې د جنجال پر وخت غوسه و، د هغه په پرتله چې د جنجال پر وخت غوسه نه و، د سینې درد او د وینې پۀ لوړ فشار اخته و او هغو جوړو چې پوښتنو ته یې سم ځواب نه و ویلالی هم ولیدل شول چې د ملا په درد او د څټ په درد اخته وو، هغه جوړې چې د جنجال په وخت کې غوسه نه کوله، نه د سینې په درد او نه هم د هډوکو په درد اخته وو.

ددې څېړونکو له جملې څخه یوه څېړونکي وویل “ټول په دې پوهېږو هغوی چې د ګډ ژوند اړیکه یې ناسمه وي، روغتیایي حالت یې سم نه وي، خو په دې توانیدلي یو چې په کومو ستونزو اخته کیږي.

که جنجال مو په غوسې سره پیل شو او نور هم ډېرېده؛ نو کوشش وکړئ چې د زړه یو طبیب ته ورشئ او خپله معاینه وکړئ”

ژباړه او لیکنه : عزت الله انتظار

دا هم ولولئ

د بریالیتوب لس رازونه!

هر څوک غواړي بریالي اوسي، دا ډېره ښه او عالي هیله ده. دغه هیلو ته …