کورپاڼه / روغتيا / د زیات يخ څښاک او يخو اوبو څښلو تاوانونه

د زیات يخ څښاک او يخو اوبو څښلو تاوانونه

د ورځې لخوا په کافي اندازه د اوبو څښل د انسان د وجود‌ لپاره اړين دي. موږ باید د خپل بدن د اوبو د پوره کولو لپاره له اتو تر لسو ګيلاسونو پورې اوبه وڅښو خصوصا د ګرمۍ په موسم کې. خو ځينې خلک له معتدلو اوبو څښلو سره علاقه لري، په داسې حال کې چې ځينې خلک ډېرې یخې اوبه څښي. خو د يخو اوبو حرارت زموږ پر روغتيا او صحت تاثير کوي.
نن درته د دې لپاره چې ولې زياتې یخې اوبه ونه څښو،تاوانونه در ښیو

:

لومړی: کيدای شي چې د چاغښت لامل مو وګرځي:
ځينې خلک په دې باوري دي؛ چې د يخو اوبو څښل دبدن غوړ ختموي چی دا خبره سمه نه ده. حتی ورزشکارانو ته هم دغه توصیه کېږې چې تاسو بايد یخې اوبه ونه څښي.
د یخو اوبوله څښلو لاس واخلئ په خاصه توګه له ډوډۍ خوړلو وروسته.

دوهم: قبضيت رامنځته کوي:
قبضيت زموږ د بدن او د هضمي سیستم يوه لويه او عامه ستونزه ده. د قبضيت رامنځته کيدل ډېر لاملونه لري چې له جملي يې يو د يخو اوبو څښل دي. د يخو اوبو څښل د هضمي سیستم ګډوډوي او په هضمي سیستم کې شته مواد سختوي/کلکوي چې وروسته بيا په خارجولو کې ستونزمن وي. که لا هم له قبضيت او يا د معدې اړوند له نورو ستونزو ځوريږئ؛نو د يخو اوبو څښل پرېږدئ. د قبضيت د لرې کولو لپاره د سهار لخوا نرمې اوبه وڅښئ.

درېيم: د بدن د اوبو پوره کولو پروسه کمزورې کوي:
اوبه زموږ بدن د مايعاتو له کمښت سره نه مخ کوي. ځينې خلک وايې چې د يخو اوبو څښل زموږ د بدن د مايعاتو د اخيستلو پروسه ګړندۍ کوي چې دا خبره هېڅ ډول حقيقت نه لري. زموږ بدن په يوه خاص حرارت درجه کار کوي چې د يخو اوبو څښلو له امله زموږ د حرارت درجه ګډوډېږي او نارمل پروسه د حرارت درجه غير منظم کېږي

 

څلورم:د هضم پروسه اغېزمنه کوي:
زموږ بدن په طبيعي ډول له خوړل شويو خوړو څخه خپل د ضرورت وړ مغذي مواد او منرالونه جذبوی. خو کله چې يخې اوبه وڅښئ دغه پروسه اغېزمنه کېږې. د ډېرو يخو اوبو او مشروباتو څښل ممکن د ‌معدې د درد، زړه بدوالي او د معدې د نارامۍ لامل شي.
په همدې توګه د يخو اوبو څښل ښه نه دي ګڼل شوي.

پنځم: پر زړه اغېزه کول:
څيړنو ښودلې چې د زياتو يخو اوبو څښل د «واګس عصب» اغېزمن کوي چې همدا اغېزه د زړه ضربان ټيټوي. واګس عصب د عصبي سيستم يو حياتي عصب دی چې په وجود کې مختلف وظايف کنټرولوي.

شپږم: د ستوني غير منظم کول:
د ژمي په موسم کې د سينوسونو بندښت او د پزې بهيدل اکثریت شتون لري. خو اکثراً د ډېرو يخو اوبو څښلو له کبله هم رامنځته کېږي.

اووم: سردردي:
د سردرد ډېر لاملونه لري چې يو لامل يې د يخو اوبو څښل هم دي. د يخو اوبو څښل د ډېر شديد درد لامل کېږي، ځکه چې د شوکي نخاغ عصب له دماغ سره نښلول شوي دي.
(نبي الرحمن ارمان)

دا هم ولولئ

د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ.!

دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. …