کورپاڼه / سينما / هارون یحیی هغه اسلامي مبلغ چې په ۱۰۷۵ یو زر او پنځه اویا کاله بند محکوم شو

هارون یحیی هغه اسلامي مبلغ چې په ۱۰۷۵ یو زر او پنځه اویا کاله بند محکوم شو

هارون یحیی

مشهور ترکي عالم او مبلغ «عدنان اوکتار» چې خپل نوم یی «هارون یحیی» ایښی، په ۱۹۵۶ کال په ترکیه کې زیږیدلی. ده په ۱۹۹۰ کال کې د «باو» په نوم یو څیړنیز مرکز را منځته کړ او د اسلام مبارک دین د تبلغ لپاره یی لسګونه کتابونه او رسالې ولیکلې، د ده ټول کتابونه اسلام ته د غیر مسلمانو د رابللو، له کمونیزم او داروینیزم سره د مبارزې او د اسلام او قران د علمي اعجاز په باب کاږل شوي دي.
خو په دې ورستیو کې د ښځو د جنسی ځورونې، دروغو، غلا، قتل، اختطاف او نورو بې لاریو له وجې نن ورځ په ۱۰۷۵ کاله زندان محکوم شو.

هارون یحیی او رغښت (تکامل

په ۱۹۸۰ کلونو کې کله چې مسیحي مبلیغینو په اروپا او امریکا کې د رغښت ( انساني ارتقا) د تیوري خلاف بحثونه پیل کړل، ده هم دې نظریې ته میلان پیدا شو او د خلقت په باب لیکنې او کمپاینونه پیل کړل. میلیونونه نخسې رنګه کتابونه یې په ترکیه او ټوله نړۍ کې نشر او پخش کړل، کتابونه یې په ډیر لوړ کیفیت چاپ شوي وو خو د محتوا له رویه کاملا غیر علمي او له منطقي مغالطاتو ډک وو. جالبه خو دا چې کتابونه یی خپله هم نه وو لیکلي بلکي د مسیحي خلقت پاله کتابونو له رویه یې د سازمان نورو غړو لیکلي وو، خو بدبختانه په اسلامي هیوادونو او افغانستان کې زیات تبلغ ورته کیده او خلکو د فکر لهمخې نه، بلکي دعقیدې له مخي لوستل.

«د خقلت اطلس» د هارون یحیی بل اثر دی چې د ملیاردونه لیرو په بیه یې میلیونونه نخسې چاپ او په اروپا او امریکا کې وړیا وویشل شوې د دې برخې متخصیصین کتاب کاملا مسخره او بې محتوا یادوي او د دې کتاب او کمپاینونو ددومره ډیرو پیسو د سرچینو په اړه شکمن دي.

هارون یحیی په خپل ویب سایټ کې ادعا کوي چې ده تر ۳۰۰ زیات کتابونه لیکلي چې د نړۍ په ۷۳ ژبو ترجمه شوی دي.

هارون یحیی او د توطیې تیوري:

هارون یحيی د توطیې تیوریاني هم تبلغ کوي او په اسلامي نړۍ کې د یهودانو ضد ذهنیت او دا چې د نړۍ د ټولو بدبختیو تر شا د یهوادنو لاس دی، دا فکر تر ډیره له ده څخه سرچینه اخلي. دی یهودان، داورینیستان او کمونیستان د اسلامی اخلاقو او ارزښتونو له منځه وړونکي او دښمنانبولي
او په وړاندي یې مبارزه کوي.

خو جالبه داده چې دی خپله هم د اسلامي ارزښتونو پابند ندی!
شراب او د نجونو نڅا روا بولي او په سازمان کې یی سلګونه ځوانې نجونې راټولې کړې چې د هغو په مرسته ځوانان را جذبوي، د نجونو د نڅا شانداره مراسم جوړوي او د نجونو سره د نڅا ویډیو ګاني جوړوي
او که کومه نجلۍ یی له سازمان څخه د تلو تکل وکړي، تهدید او بلک میل کوي یې.
هغه په کوچنیو نجونو د تجاوز او سوی استفادې بې شمیره قضیې لري،
څو ځله یې د کوکاینو په شمول نور ډوله نشیي مواد ورسره موندل شوي او په اختطاف او تهدید تورن دی.

هغه په ۱۹۹۱ کال کې د کوکاینو د لرلو او په ۱۹۹۹ کال کې د پوهنتون د استادانو د تهدید په تور محکمه شوو.
په ۲۰۱۸ کال کې پلیسو د ده په دفتر کې ۷۰ زره د حامله ګي ضد ګولۍ (ټابلیټ) وموندلې، کله چې ورڅخه د نجونو د ځورولو په اړه وپوښتل شول هغه وویل زړه مې له میني ډک دی او زر معشوقې لرم!
هغه نن ورځ د جنوري په ۱۲ د جنسي ځوروني، پیسو مینځلو او نورو جنایاتو له بابته په ۱۰۷۵ یو زر او پنځه اویا کاله بند محکوم شو.

دا هم ولولئ

عامر خان ١

د اردوغان مېرمنې سره ليدنه، عامر خان (خاين) وبلل شو

د هندي فلمونو نوموتي او مخکښ هنرمند عامر خان تېره ورځ د ترکيې د لومړۍ …