کورپاڼه / ژوند / د خاوند او میرمنې ترمنځ د سالمې اړیکي ۱۴ نښې!

د خاوند او میرمنې ترمنځ د سالمې اړیکي ۱۴ نښې!

دغه ۱۴ نښې درته وایي چې تاسې له خپلې ښځې/خاوند سره روغه اړیکه لرئ او که نه.

اکثره خلک په تېزۍ سره د یوې اړیکې، په ځانګړې توګه د واده پۀ اړه پرېکړه کوي، د سم انتخاب په اړه یې رنګارنګ پوښتنې ذهن ته راځي، د ټایم مجلې تازه یو راپور خپور کړی چې پکې د بریالۍ ښځې او خاوند ۱۴ نښو ته اشاره شوې.

 

 

لومړۍ: تاسې کولای شئ چې په ارامه توګه مو د فکر پهباره کې خبرې وکړئ، اړیکې هغه وخت پرمختګ کوي کله چې تاسې وکولای شئ له ښځې/خاوند سره په ریښتوني او ازادانه توګه خبرې شریکې کړئ، هیڅ یوې موضوع لپاره سرې کرښې موجودې ندي او دواړه داسې انګرېرئ چې خبرې مو اورېدل کیږي، دغه دوه طرفه اړیکه د یوې تل پاتې اړیکې بنیادي پایه ده.

دویمه: هر یو خپله نړۍ لرئ. که تاسې له چا سره مینه لرئ؛ نو دا په دې معنا نده چې هره لحظه دې سره یوځای اوسئ، طبیعي خبره ده څوک چې له چا سره مینه لري اکثره وخت ورسره تېروي خو هر یو باید خپلې لېوالتیاوې ولري او څه وخت باید لۀ ملګرو سره تېر کړي. دغه شخصي فضاوې تاسې ته اجازه درکوي چې فردي شخصیت مو له ګډ ژوند سره یو ځای وده وکړي.
درېیمه: شخړه سره کوئ، د نظر اختلاف ذاتي دی که تاسې په داسې اړیکه کې یئ چې هیڅ مو د نظر اختلاف حتی په وړه خبره هم نلرلو؛ نو شاید یو وخت مو کار ودرېږي. خو دا یاد ولرئ هغوی چې روغه اړیکه لري شخړې یې هم د سمون او عدل دي، یعنې خبرې یې د یو مقابل لوري تحقیرول ندي، د شخړو موخه هم د اړیکې د لا ښۀ والي لپاره وي، نه د دې لپاره چې مقابل څخه امتیاز تر لاسه کړي، کله چې مقابل پوه شي چې پکې غلط دی ظاهره ده چې، بښنه غواړي!

څلورم: ځان سره هم مینه ولرئ، سره د دې چې تاسې له خپلې نامزادې یا ښځې سره مینهلرئ؛ نو له ځان سره هم مینه ولرئ، اړیکه مو د یو خوب پۀ څیر مه شروع کوئ، پوهېږئ چې نه تاسې او نه هم ستاسې ښځه پوره ده او یا هر یو مو نیمګړتیاوې لرئ؛ نو یو بل د هغه معیارونو او ارزښتونو پۀ اساس ومنئ چې اوس په تاسو کې شته.

پنځمه: پرېکړې پۀ ګډه وکړئ، هیڅوک ټولې پرېکړې ځانته نشي نیولای، نه تاسې او نه هم ستاسې ښځه، له دې چې کوم فلم ووینو لو آن تردې چې څومره بچیان وزېږوو تاسو د یو بل خبرو ته غوږ شئ او پرېکړې وکړئ.

شپږمه: د یو بل په خواکې له اوسېدو خوند واخلئ، سمې اړیکې له خوښۍ ډکې دي. دا پۀ دې معنا نده چې تاسې هیڅ غم نلرئ او تل باید یو له بل سره وخاندئ، بلکې دا په دې معنی ده چې د ژوند اصلي زمینه مو د خوښۍ سره ده لکه یوه ساده مسله چې پۀ ګډه د فلم کتل دي ستاسې د خوښۍ سبب کېدلای شي.

اوومه: اړیکه مو موازينه ده، کله چې ستاسې د ژوند ملګری/ملګرې تر ډېره په کار ځای کې پاتې کېږي. پر دغه وخت کې تاسې مجبور یئ چې له مور و پلار څخه ساتنه وکړئ، د ژوند له ځانګړتیاوو څخه دي، اصلي خبره داده چې تاسې باید په لوړه کچه فکر وکړئ چې یو مساوي ژوند لورو.

اتمه: له یو بل سره پهنرمۍ چلند وکړئ، هیڅ څه له دې ارزښتمن ندي چې چا سره مینه لرې پۀ نرمۍ او ادب چلند ورسره وکړې، د هغې سره همراز اوسئ او د حال پوښتنه یې وکړئ.

نهمه: پر یو بل باور وکړئ، یوه روغه اړیکه د اطمنان او باور پر اساس ده، اړیکه مو باید له کوډونو او رازونو خالي وي. که پر یو بل مو باور نۀ و، تل د هغې/هغه باره کې مو پر ذهن شک و؛ نو د هغې د چلند او د خپل ځان باره کې له یو مشاور سره وغېږئ.

لسمه: تاسې له ځینو خبرو تېرېږئ ملګری/ملګرې مو هغه څه کوي چې تاسې پرې ځورېږئ، خو تاسې هتمن داسې کارونه کوئ چې مقابل لوری پرې وځورېږي، هغه څه واقع کېږي، چې اراده یې نلرئ خو تعبیر یې سرچپه کېږي، کله هم ممکن بې پروا چلند وکړئ، له یو بل نه ستړي شئ خو بیا هم له ځینو خبرو تېرېږئ او یو بل بښئ.

یوولسمه: تاسې خواږه یئ، ګډ ژوند د ژوند له مهو پړاونو څخه دی خو دا هر څه ندي، د اړیکې اصلي نژدیوالی په ملګرتیا او قوي اړیکه کې یو له بل سره ده، که روغه اړیکه لرئ؛ نو د نږدې اړیکې حس وکړئ.

دوولسمه: ستاسې اړیکه ستاسې د امن ځای دی، ستاسې اړیکه باید ستاسې د ژوند د امن او د ثبات ځای وي، کله چې له کار ځایه د کور په لوري حرکت کوئ د امن احساس وکړئ، دا په دې معنی نده چې تاسې له خپلې ښځې/خاوند سره شخړې نکوئ، کله چې مو پۀ ژوند کې وضیعت سخت شو؛ نو د ژوند له شریک سره مو خبرې وکړئ او مسایل حل کړئ.

دیارلسمه: تاسې د خپل ژوند له شریک سره خبرې وکړئ، کله چې سر ګردانه او خفه یاست ښځه/خاوند مو مهم کس دي چې کولای شئ خبرې ورسره وکړئ، که مو د خپلو ستونزو حل په مجازي نړۍ کې لټوو او د دې حل لپاره مو نورو خلکو ته د خپل ښځې/خاوند په نسبت غوره والی ورکړ؛ نو کومه ستونزه مو په اړیکه کې هتمن شته.

څوارلسمه: تاسې باید له زړه راښکونکو جملو کار واخلئ، “مینه درسره لرم” “مننه کوم” او “بښنه غواړم” دا هغه جملې دې چې پۀ روغه اړیکه کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.

دا هم ولولئ

د بریالیتوب لس رازونه!

هر څوک غواړي بریالي اوسي، دا ډېره ښه او عالي هیله ده. دغه هیلو ته …