کورپاڼه / روغتيا / هغه خوراکي مواد چي د التهاب مخنیوی کوِي

هغه خوراکي مواد چي د التهاب مخنیوی کوِي

لس هغه خوراکي مواد چې بدن کې مو د التهاب مخنیوی کوي :

کله چې بدن ګرم شي، سوروالی پیدا کړي او یا اوبه واخلي نو پوهېږو چې بدن مو التهابي شوی دی، خو ځینې وخت داسې کېږی تر څو چې په تاسو ناخوښه حالت نه وي راغلی، تاسو نه پوهېږئ چې بدن مو التهابي شوی، خو اندېښنه مه ورته کوئ دا ستونزه هم چاره لري، کولای شئ په خپل غذایي رژیم کې ځینې نور خوراکونه ورزیات کړئ او له دې ناروغۍ ځان وساتئ.
ــ په دې لیکنه کې مو له داسې لسو غذایي موادو سره اشنا کوو چې د بدن هر ډول التهاب په له منځه وړلو کې درسره مرسته کوي.

 

پلومړی: کرم:
کرم «انټي اکسیډانونه» او نور نباتي مغزي مواد لري چې کولای شي د حجرو د تخریب مخه ونیسي، کرم بدن ته زیاته ګټه رسوي لکه د هډوکو په تامین، هاضمه، د حجرو د تخریب مخه نیسي او د بدن دفاعي سیسټم قوي کوي.

دویم: آناناس:
دا خوندوره مېوه په زیاته اندازه د C ویټامین او د بروملین په نوم انزایم لري چې کولای شي په هضم کې د پروټین جذب زیات کړي، د بډوګو یا ګردو د التهاب مخه ونیسي او همدارنګه د بدن دفاعي سیستم سره مرسته کوي.

درېیم: د یخو اوبو کبان:
دا یو ډول کبان دي چې په زیاتو یخو اوبو کې ژوند کوي ( د افغانستان د شمالي ولایاتو کبان هم په کې راځې)، دا کبان د ( امګا 3 غوړ اسیدونه) لري چې کولای شي د دوامداره ناروغیو په وړاندې بدن تقویه کړي، د انسان رواني حالت ثابت ساتي او همدارنګه د بدن داخلي التهاباتو په وړاندې ډېر مؤثر دي.

څلورم: پوڅکۍ یا مرخېړي:
پوڅکۍ په خپل ترکیب کې د مکروب، ویروس او د التهاب ضد مواد لري، چې بدن سره د دفاعي سیسټم په ښه والي کې مرسته کوي.
مرخېړي د ب«یټاګلوکان» په نوم پلي سکرایډونه لري چې د بدن دفاعي سیسټم تقویه کوي او همدارنګه د ارګوټیونین په نوم قوي انټي اکسیډاینونه هم لري چې د التهاب په وړاندې بدن ډېر قوي کوي.

پنځم: ګلپي:
ګلپي په ډېره زیاته پیمانه د C او K ویټامینونه، فایبر او فولیک اسید لري چې په زیاته اندازه په بدن کې د التهاب په وړاندې مبارزه کولای شي.

شپږم: انګور:
دا خوندوره مېوه د انتوسیانین په نوم مواد لري چې د بدن التهاب له منځه وړي، سربېره پر دې انګور د الزایمر، د سترګو مشکلات او د زړه ناروغیو ښه مخنیوی کوي.

اووم: کورکمن (به دري کې زردچوبه) ورته وایي:
په کورکمن کې د کورکومین په نامه مواد موجود دي چې د التهاب په وړاندې تر ټولو ډېر قوي مقاومت لري، کورکمن د ارتریت، ډیابیټ او داسې نورو ناروغیو د التهاب مخنیوی کوي.

اتم: ککاو چاکلیټ:
په ککاو کې موجود د فلاوانول مواد د بدن په رګونو کې د التهاب ضد دنده پر غاړه لري.

نهم: رومي بانجان:
رومي بانجان له C ویټامین، پوتاشیم او لیکوپن څخه مالامال دي چې فوق العاده انټي اکسیډانونه او التهاب ضد دي.

لسم: سونډی یا زنجفیل:
د سونډي زیاتره التهابي ضد خاصیتونه او نور درملي خاصیتونه په اصل کې د ګینجرول له ترکیب څخه دي.
“ژباړه او ترتیب محمد راشد ناشر”

دا هم ولولئ

د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ.!

دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. …