کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د 2020 میلادي کال 10 ساینسي لاسته راوړنې

د 2020 میلادي کال 10 ساینسي لاسته راوړنې

:

که څه هم چې دوه زره شل کال د بشر لپاره ښه کال نه و خو بیا هم بشر په دې کال کې ځینې بریاوي او لاسته راوړنې لري.

ـ لومړی: اوس یو مصنوعي هوش کولای شي د سینې سرطان وپېژني، کلونه کېږي څېړونکي په دې هڅه کې وو چې وکولای شي پروټین له پیچلي حالته هوار او صاف کړي، د پروټینو په پیچلي حالت کې ډېر رازونه نغښتي دي، د پروټینو په پیچلي یا تاو راتاو حالت کې که لږ ستونزه هم رامنځ ته شي ډېرې ناروغۍ چې له هغې جملې سرطانونه دي منځ ته راځي، اوس د ګوګل د مصنوعي هوش پروګرام Al DeepMind پدې وتوانیده چې په څو ورځو کې پروټین هوار او صاف کړي او د 2020 کال په جنوري کې پدې وتوانېد چې پدې ډول د سینې سرطان تشخیص کړي، دقیقاً په هماغه ډول چې ډاکتران یې غواړې خو د زاړه میتود څخه په 30 برابره چټکي سره. اهمیت: پدې کار سره اوس کېدای شي چې تشخیص او درملنه نسبت پخوا ته په چټکې سره صورت ونیسي

 

.

ـ دویم: پروټین زموږ او تاسو اصلیت ښکاروي، بالاخره د «کوپن هاګن» پوهنتون څیړونکي پدې وتوانېدل چې د 850000 کلونو وړاندې د انسانانو د اجدادو د پروټینونو څخه چې (Homo antecessor) نومېږي نقشه واخلي او د انسان په ونه کې یې نصب کړي، چې پدې ډول سره «نئانډریال او ډانیسووا» د ننني انسان اصل تشکیلوي (لومړی تصویر)، دا پایلې د دې پوهنتون د Evo Genomics او Geo genetics مرکزونو په مرسته لاسته راغلې، اوس پدې تکتیک کولای شي د فوسیلونو څخه د DNA په ځای د فوسیلونو د دوامداره پروټینو څخه معلومات لاسته راوړي، پروټینونه موږ ته د میلیونونو کلونه پخوا د حیواناتو او انسانانو اړوند معلومات راکوي.
اهمیت: پدې کړنې څېړونکي کولای شي د انسانانو د اصل په اړخ یا د شجرې په اړه خپل نمیګړي معلومات بشپړ کړي.

درېیم: اوس بشر په دې وتوانېد چې په مصنوعي شکل وینه جوړه کړي، په 2020 کال کې د لومړي ځل لپاره بشر پدې وتوانېد چې په مصنوعي ډول د وینې سره کرویات جوړ کړي چې د وینې اصلي سرو کرویاتو سره ډېر ورته والی لري.
اهمیت: پدې کار سره اوس ډاکتران په اسانۍ کولای شي د وینې د سرو کرویاتو له لارې بدن ته درمل داخل کړي.

: CO2 څلورم: د کرونا ویروسد خپرېدو مخه ونیوله،
د 2020 کال په لومړۍ نیمایي کې نسبت 2019 کال ته 8,8 سلنه کم کاربن ډای اکسایډ خپور شوی، سبب یې د ټرافیکو کم والی، د هوایي سفرونو کمښت او د ګلخانه یي ګازونو کمښت دی.
اهمیت: دا کمښت دا ښئي چې څنګه کولای شو د CO2 د خپرېدو او د هوا د ککړتیا مخه ونیسو.

: د ډایناسور د DNA پیدا کېدل، اوس د ډایناسور د جمجمې د DNA ـ پنځم: ټوټې پیدا شوې دي چې له مرګ څخه یې 75 میلیونه کاله تېر شوي، د دوه ډوله ځوانو ډایناسورونو په جمجمو کې یو ډول په برجسته شکل حجرې چې د هستې د حجرو سره چې DNA په کې وجود لري مشابهت لري کشف شوې دي، حتی یوه حجره چې د کروموزوم سره ورته والی لري. DNA رشتې په کې شته لیدل شوې او د
اهمیت: که څه هم د ژوراسیک پارک (فلم) د جوړېدو سره فاصله لرو خو دا کشف مو د ډایناسورونو جنیټیکي کوډونو ته ډېر نږدې کوي.

: ناسا د الوتونکې Sofia ـ شپږم: ټلسکوپ په مرسته ثابته کړه چې په سپوږمۍ کې اوبه شتون لري، د ناسا ادارې څېړونکو د SOFIA الوتونکي ټلسکوپ په مرسته په سپوږمۍ کې اوبه وکتلې SOFIA ټلسکوپ په 747 ډوله بوئینګ الوتکه کې نصب و او د ځمکې د 99 سلنې بخار څخه پورته وو، دا کار دا شونې کوي چې په خلا کې نورې فضایي تېږي چې د لمر رڼا ته ځلېږي ولیدل شي، دې څېړنو کې معلومه شوه چې نه یوازې دا چې په سپوږمۍ کې اوبه شتون لري بلکه تر تصور زیاتې اوبه شتون لري.
اهمیت: ددې څېړنو له مخې بشر کولای شي په سپوږمۍ کې چېرته چې اوبه لیدل شوې دي هغه ځای ته په څېړنو پسې لاړ شي.

ـ اووم: د ځمکې په مخ هغه توکې موندل شوي چې د انسان له ژوند څخه مخکې یې شتون درلود، د «مورسیسون» د شهابي تېږې په مخ 7.5 ملیارده کلونو پخوانی ګرد کشف شوی چې عمر یې د لمر د عمر څخه زیات اټکل شوی دی، د دې ګرد عمر د کیهاني وړانګو په لګیدو اټکل شوی دی.
اهمیت: دې کشف کې ثابته شوه چې د شیدو لارې کهکشان د ستورو د تشکیل زیاتې دورې تجربه کړې دي چې په کهکشان کې د ژوند د لټون لپاره اهمیت لري.

ـ اتم: د غټې مرجاني غونډۍ کشف، په استرالیا کې یوې څېړنیزي ډلې په بحر کې د مرجانو یوه مستقله لویه غونډۍ کشف کړې چې 500 لوړوالی لري، دا په تېرو 120 کلونو کې لومړۍ تر ټولو لویه مرجاني تپه یا غونډۍ ده چې کشف شوې ده.
اهمیت: د داسې مرجاني غونډیو کشف بشر سره مرسته کوي چې وکولای شي په بحر کې کوم بحري ژوي چې په دې غونډیو ژوند کوي وساتل شي او مرسته ورسره وشي.
نهم: د Betelgeuse ستوری، د Belegeuse ـ ستوری چې تر ډېرو روښانه ستوری بلل شوی وو په 2019 کال کې نوموړی ستوری مړ وبلل شو ځکه چې په ناڅاپي ډول یې رڼا کمه شوه، خو په پایله کې د اګسټ په میاشت کې د ناسا ادارې د هابل ټلسکوپ وښودله چې اټکل کېږي د ستوري ګرمې پلازما په خپل شاوخوا ګرد خپور کړی چې ستوری یې د موقت وقت لپاره احاطه کړی دی.
اهمیت: د Belegeuse په څېر د ستورو پېژندل ځکه ضرور ده چې په دغه ستوري کې کاربن تشکیلېږي، کاربن د ژوند اساسي ماده ده.
ـ لسم: د بیزوګانو عجیب نسل د تکثر شروع کړ، د« انټروپویډ» په نوم د بیزوګانو نسل چې په نړۍ کې یوازې 300 پاته وې او د 1995 او 2010 کلونو ترمنځ 59 سلنه نسل له منځه تللی و اوس د نایجریا هیواد په خپلو ځنګلونو کې کامرې نصب کړې دي چې دغه بیزوګانې له خپلو بچو سره لیدل کېږي، چې دې کار د طبعیت ماهرین د طبعیت په اړه امیدواره کړي دي.
اهمیت: تصویرونو کې ښودل کېږي چې هغه حیوانات چې نسل یې د خطر په حال کې دی اوس د بچ کېدو په حال کې دي.

دا هم ولولئ

کمپیوتر

د کمپیوټر مخینه

کمپيوټر د لاتيني کليمې ( Compute ) څخه اخستل شوى دى چې معنا يې محاسبه …