کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / په کاروبار او زده کړو کې د بریالیتوب لپاره د جک کنفیلډ لس سپارښتنې

په کاروبار او زده کړو کې د بریالیتوب لپاره د جک کنفیلډ لس سپارښتنې

        1: تاسو د خپلې خوښۍ مسوولین یاست. اکثره خلک فکر کوي د خوښۍ او بریالیتوب په لور لاره د بهرنۍ نړۍ لخوا اغیزمنه کیږي او تاسو د خپلې راتلونکې په ټاکنه کې بشپړ کنترول نه لرئ. کنفیلډ وایی چې تاسو د خپل بري یا ناکامۍ لپاره سل فیصده مسوول یاست. هغه کسان چې د ناکامۍ لپاره خپل شاوخوا نور ملامتوي اکثرا هغه کسان دي چې په ژوند کې ورته د واقعي بریالیتوب موندل مشکل وي.

 

 

 خپل مقصد ومومئ. هر کس یو مقصد لري. راز دا دی چې څنګه دا مقصد پيدا کړو، له وضاحت سره پرې پوه شو، او په شوق سره یی تعقیب کړو.  د کنفیلډ په وینا د بریالیتوب رښتینې لیاره دخپل مقصد پيژندل او د هغې د تر لاسه کولو لپاره ټول عمر خواري ده. دا واقعیت دی چې موږ کولی شو د ژوند په بیلابیلو برخو کې بهترین حالت ته ورسیږو، خو که دا برخې زموږ له مقصد سره اړخ ونه لګوي، رښتینې خوښي به خیالي وي.

3: پریکړه وکړئ چې څه غواړئ. خپل مقصد موندل یو قدم دی، خو دا د ډیرو خلکو لپاره یو ستر ګام دی چې دا پریکړه وکړي چې خپل ژوند ته په هغه لوري سوق ورکړي. خلک هغه ځای خوښوي چې دوې پکې راحت وي. داسې پریکړه ښایی ویروونکي وي چې په کاري ساحه کې ستر بدلون راولي. اما په داسې یوه کار کې خپل وخت ضایع کول چې تاسو ته خوښي نه درکوي ستاسو انرژي کموي او د ژوند د مقصد لاسته راوړلو ته مو نه نږدې کوي.

4: باوري اوسئ چې هر څه ممکن دي. دماغ ستاسو د ټاکلي لیدلوري په خوا ستاسو په بیولو کې یوه  ځواکمنه وسیله کیدای شي. له شکونو راووځئ او دا باور پيدا کړئ چې هر هغه څه چې ځانته وټاکئ تر لاسه کولی شئ. د فکر طرز مو مثبت وساتئ او کاینات به مو واوري.

5: دا باور ولرئ چې دا نړۍ یو ښه ځای دی. د ناکامۍ فلج کوونکې ویره، قوي رقیبان، او دناکامۍ پر وخت مسخره کول تر ټولو زیات پر ځان باورمند مشبثین په یوه شکمن مات شوي انسان بدلولی شي. دا باور لرل پیل کړئ چې دانړۍ ښه ده، او ټول خلک دې ته منتظر نه دي چې ستا ناکامي وګوري. له ذهنه مو شکونه وباسئ او وبه ګورئ چې تاسو لازیات مهربان، مرستې ته لیوال، او مثبتې انرژي ته لا زیات لیوال کیږئ چې دا مثبته انرژي ستاسو لوري ته راځي

.

6: بدلون منونکي اوسئ. د بریالتوب لاره ستونزې بندوي. تر ټولو بریالي  خلک بیا بیا له ستونزو سره مخامخ کیږي خو د ضرورت پروخت یی په ځان کې بدلون راوستی.

7: تداوم وکړئ. سره له دې چې سلګونو خپروونکو موسسو د جک کنفیلډ د کتاب چاپول رد کړل او فکر یی کاوه چې ښه کتاب نه دی خو نوموړي کوشش ته دوام ورکړ. ردیدل که په سلګونو ځل وي خو لوړو مقامونو ته د یوې مثبتې نظريې یا شوق رسولو ته یو مثبت قدم دی. د جک له نظره هر څومره چې اوږد انتظار وکړئ په هماغه اندازه درته مثبت شیان پيښيږي.

8: یو هدف وټاکئ او تمرکز پرې وکړئ. ځانته مو د یو هدف ټاکل یو ترازو رامنځته کوي چې تاسو پرې خپلو کارونو په اړه قضاوت کولی شئ او پرمختګ مو اندازه کولی شئ. دا درسره مرسته کوي چې خپل خوبونه په واقعیت بدل کړئ.

9: لومړی قدم اوچت کړئ. د هر کار پيل کیدل د لومړي قدم په پورته کولو کیږي. ډیر خلک ګڼ شمیر خوبونه او شوقونه لري خو دا ټول به د عمل پرته نظریات پاتې شي. د لومړي قدم اخستل د خپلې علاقې تر لاسه کولو او خوب تر منځ توپير دی.

10: خطر ومنئ. د هر نوي او بدیع شي د تر لاسه کولو لپاره هڅې له خطر سره یوځای وي. دا به ډیر یو نااراموونکی حالت وي چې هغه ژوند بدل کړی چې ورسره عادت یاست. خو  که تاسو په رښتینې توګه په دې باورمند یاست چې په دې نوي حالت کې مو علاقه پرته ده او غواړئ د تر لاسه کولو لپاره یې کار وکړئ نو خطرونه او ابهامات به بالاخره له منځه ولاړ شي.