کورپاڼه / روغتيا / شکره Diabetes Mellitus

شکره Diabetes Mellitus

کله چي د انسان په بدن کي د گلوکوز اندازه تر عادی او نارمل حالت زیاته سي نو د شکري مرض مینځ ته راځي، دا ځکه چي هغه هارمون (انسولین ) چی د پانکراس غوده یی تولیدوي٫او په بدن کي د گلوکوز د نارمل یا عادي ساتلو وظيفه په غاړه لري،یا خو د پانکراس د غودي څخه نه تولیدیږي او یا هم دا هارمون (انسولین) صحیح کار نه کوي او په مقابل کي یي مقاومت مینځ ته راغلی وي
د روغتیا د نړیوالي ټولنی د معلوماتو په اساس په نړی کي ۴۲۰ میلیونه کسان په شکره اخته دي او دا مرض د مرگ د علتو په اوومه درجه کي ځای لري شکره باید کنترول وساتل سي ځکه د نه کنترول په صورت کي لاندی مشکلات مینځ ته راځي

 

1_د زړه حمله
2دماغی سکته یا فلج کیدل
3د نظر کموالۍ او ړوند کیدل
4د پښتورگو خرابیدل
5د عصبی رشتو تکلیف
6د زخم نه جوړیدل او د بدن د عضوي په خاص ډول د پښي قطع کیدل
سپورت،سالم خوراک ،مناسب او په پوره اندازه خوب،د وزن نورمال ساتل،د شکری په مخنیوي او کنترول کي مهم رول لری
Dr.Elyas shah.miakhe

دا هم ولولئ

د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ.!

دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. …