کورپاڼه / ژوند / ستاسو د خوښۍ اته غله وپیژنئ!

ستاسو د خوښۍ اته غله وپیژنئ!

هغه څه چې ستاسو خوښۍ غلا کوي!

هغوی چې له خوښيو لیرې پاتې دي، دوه دلایل لري:

_لومړی: دوی پر هغه کوچنيو شيانو چې دوی ته خوښي وربښي، تمرکز نلري.

_دوهم: دوی پر هغو کوچنيو بې ماناشيانو تمرکز لري، ددې پرځای چې دوی ته خوښي وروبښي، د دوی د خوښۍ دغلا کولو سبب ګرځي.

ولې موږ هر وخت خوښ نشو اوسیدلی؟
ځکه چې موږ له پخوا په دې قضاوت کړی، چې له تشويش او اندېښنې پرته موږ پرمخ نشو تللی. موږ خپل ورځنی ژوند د غم او وېر ټغر ګرځولی.
موږ بيا هم هڅه کوو چې خوښ ژوند ولرو خو سره له دې بيا هم له موږ سره هر څه برعکس پېښېږې.

په دې ليکنه کې درته هغه څه درپيژنو چې په “نه” کولو سره به يې تاسو هر وخت د خوشالی احساس ولرئ.

_لومړی: له نورو سره مو خپل ژوند مه پرتله کوئ!
له ماشومتوب راهيسې موږ خپل شيان له نورو سره لکه خور، ورور او يا هم ملګرو سره پرتله کوو. موږ په دې باور نيولی چې موږ به هغه وخت خوشاله شو چې له دوی دوه برابره شيان ولرو. هېڅ وخت له نورو سره خپل ژوند مه پرتله کوئ.

_دویم: له خپلې کړې تيروتنې مه ځوريږئ!
په خپلې کړې تيروتنې د خواشيني کيدو له امله زموږ ټوله انرژي پر تير وخت مصرفېږي. لطفاً په اوس کې ژوند وکړئ او ټوله انرژي مو پر حال کې استعمال کړئ‌.

 

 

_درېیم: د يوه چا په ظاهري بڼه قضاوت مه کوئ!
د هيچا په فزيکي بڼه او لباس قضاوت مه کوئ. موږ تل وايو چې هېڅکله هم پر يوه کتاب د ښه والي او بدوالي قضاوت د هغه پر پوښتۍ مه کوئ.

_څلورم: له نورو زياته تمه مه کوئ!
له هېچا هم د خپل ځان په څېر تمه مه کوئ.
هر وخت له نورو کمې تمې ولرئ چې د همدې له امله به تاسو خپل ژوند خوشاله او له فکري ګډوډيو به په امن شئ.

_پنځم: ضد او بغض مه کوئ!
که يو څوک له تاسو سره بد وکړي. بد يې د زيات وخت لپاره په ذهن کې مه ساتئ. په دې کار سره تاسو يوازې خپلې خوښۍ له منځه وړلای شئ.
بودا وايي: له نورو سره کينه او بغض ساتل په دې مانا دي؛ لکه تاسو چې په اوبو کې پخپله زهر څښئ د دې لپاره چې نور خلک له منځه یوسئ.

_شپږم: د يوه وړ او مناسب وخت لپاره انتظار مه کوئ!
خپلو هيلو ته د رسيدو لپاره د يوه مناسب او وړ وخت لپاره انتظار مه کوئ. مناسب او وړ وخت هېڅکله نه راځي. يو عالم وايي: د ښه او مناسب وخت لپاره انتظار مه کوئ، بلکې وخت پخپله د ځان لپاره مناسب کړئ.

_اووم: پر هغه څه تاسو يې لرئ شکر پرې وباسئ!
له خلکو سره مينه ولرئ. کورنۍ ته ووایاست چې تاسو ورسره څومره مينه لرئ. نور خوښ وساتئ چې په نتيجه کې يې تاسو هم خوښ واوسئ.

_اتم: څه چې له وسه مو پورته دي په اړه يې تشويش مه کوئ!
اندېښنه کول د ستونزې حل نه دی. خدای د هر چا لپاره جلا تقدير لري. تاسو فقط پخپل تقدير تمرکز ولرئ. په ژوند کې د هر ځل د مدیریت کولو هڅه مه کوئ، چې له امله به يې تاسې خپلې خوښۍ وبايلئ.

#ليکنه:نبي الرحمن ارمان

دا هم ولولئ

د بریالیتوب لس رازونه!

هر څوک غواړي بریالي اوسي، دا ډېره ښه او عالي هیله ده. دغه هیلو ته …