کورپاڼه / روغتيا / د بینډیو(بامیه) روغتیایي ګټې !

د بینډیو(بامیه) روغتیایي ګټې !

بينډۍ يوله هغو سبزيجاتوڅخه دي چي بيشميره روغتيايي ګټي لري اوانسان له يوشمير مهلکو ناروغيو څخه ژغورلي شي!!!
بيانډۍ ډيره لږه کالوري لري خودګټورو روغتيايي موادو ترټولو غوره منبع ده.
دغه خواړه زياته اندازه فايبر(Fiber) ويټامين اې(VitaminA) ويټامين سې (Vitamin C) او فوليټ (Folate) نومي ګټور روغتيايي مواد لري! همدا راز ويټامين بې (Vitamin B) ويټامين کې (Vitamin K) کلسيم (Calcium) پوتاشم (Potassium) اوسپنه (Irom) مګنيزيم (Magnesium) منګنيز (Manganese) او زينګ (Zinc) له غوره منابعوڅخه ګڼل کيږي.
په دغه خواړو کي يوشمير انټي اکسيډ نټس لکه بيټا کيروټين(Beta_carotene) ليوتين (Lutein) اوژانتين (Xanthine) هم شتون لري.
بينډۍ يوله هغو سبزيجاتوڅخه دي چي دزيات شمير ناروغيو په وړاندي ده بي ضرره درمل رول لوبوي!
بينډۍ دلاندي ناروغيو په درملنه کي مرسته کولي شي.
دويني لږ والی (Anemia) بينډۍ دويني له حجراتوسره دويني بياتوليد کي مرسته کوي اود انيميا دناروغۍ مخه نيسۍ.

 

دسرطان ضد:په دغه خواړوکي شته اکسيډ نټس (Antioxidants) دبدن دفاعي نظام څخه دهغو ازادو راديکالونو په وړاندي چي حجرات ته بدلون ورکولو سره هغوي ته سرطاني خاصيت ورکوي ساتنه کوي.

نفس تنګي:په بينډۍ کي شته انټي اکسيډ نټس او ويټامين سي دنفس تنګي ناروغيو په کمولو کي ډيره زياته مرسته کوي!
هډوکي غښتلي کوي:په بينډي کي شته فوليټ نومي مواد هډوکي پياوړي کولو سره انسان دهډوکو مختلو ناروغيو څخه ژغوري!
کوليسټرول:په بينډي کي پيداکيدونکي محلول فايبر په بدن کي مضر کوليسټرول ټيټولو سره دزړه دحملي او دزړه يوشمير نورو ناروغيو څخه مخنيوي کوي!شکر:دغه خواړه انسولين (Insulin) ته ورته خاصيت لري اوپه وينه کي دقندي موادو اندازه کموي.

لیکنه ډاګټر : عزیز الرحمن وردک

دا هم ولولئ

د مخ د ښکلا او تازه والي لپاره دا ماسکونه وکاروئ.!

دا د ټولو انسانانو غوښتنه ده چې د مخ پوست یې ښکلی او صاف وي. …