کورپاڼه / ژوند / د بریالیتوب لس رازونه!

د بریالیتوب لس رازونه!

هر څوک غواړي بریالي اوسي، دا ډېره ښه او عالي هیله ده. دغه هیلو ته رسېدل کوم نابغه‌توب، جادو، منتر یا معجزه نه غواړي، یوازې یو څه زحمت او د یو

څو ساده کارونو ترسره کول غواړي. دلته په څو هغه لارو چارو غږېږو که عملي شي د بریالیتوب تضمین مو کېدلی شي:

اول ـ وېره او ډار له زړه وباسئ!

 یو عالم وایي: ” کله چې د ممکن په معنا وپوهېدم؛ نو پوه شوم چې ناممکن هېڅ معنا نه لري” نو که کله په ژوند کې له ډېرو سختو کارونو سره مخ شئ، هېڅکله داسې مه وایئ چې دا کار سخت دی یا کېدل یې ناممکن دي، یا یې زه نشم کولای.

دویم ـ ارادې قوي وسات!

 که غواړئ، چې په ژوند کې بریالي اوسئ، نو تل پر ځان باوري اوسئ او خپل هوډ کلک وساتئ. کوم څه چې تېر شوي د هغه په اړه فکر مه کوئ، تېر هېر کړﺉ او د نوي ژوند په اړه فکر وکړئ.

دریم : ـ نن هغه کار وکړئ چی مهم دی!

 تاسو ته به ډېر کوچني کارونه پراته وي، خو کوچني کارونو لپاره کم وخت ورکړئ او په بېړه یې ترسره کړئ تر څو وخت مو زېرمه شي. مهم یعنې چی سبا نه تکرارېږي او همدا نن یی ورځ وي؛ نو هغه کار نن وکړئ چی سبا ورته لاسرسی نه کېږي.

څلورم: ـ خپلې غلطۍ ومنئ!

هېڅکله نور د خپلو ماتو په خاطر مه ملامتوئ. بلکې پر نورو د ملامتیا اچولو پر ځای فکر وکړئ چې څه ډول کولای شئ ترسره يې کړئ. عادي انسانان تل هڅه کوي خپل مسولیت د نورو په اوږو ور واچوي اما بریالي کسان تل د خپلو کړنو مسؤلیت پر غاړه اخلي.

پنځم:ـ لاندي منفي شیان له ځانه لیرې کړئ!

په خپل ځان شک مه کوئ، منفي فکرونه شاته وغورځوئ، د ناکامۍ وېره مو له ذهنه وباسئ، په نورو انتقاد کول کم کړئ، کارونو ته نن او سبا کول او د هغو ځنډول پریږدئ، برياليتوب ته اندېښنه کول پریږدئ او پر ځای یې د بریا لپاره مبارزه وکړئ، د ناکامۍ په اړه اندېښنه مه کوئ؛ بلکې د هغه فرصتونو په اړه اندېښنه وکړئ چې له لاسه مو ورکړل او یوځلې مو هم د هغو د ترسره کولو هڅه هم ونه کړه.

شپږم: ـ لومړنۍ ماتې مو د دوهم ځل لپاره فرصت وګڼئ!

که په لومړي ځل پاتې راغلئ؛ نو مه ناهیلي کیږئ ځکه لومړنۍ ماتې د دوهم ځلې پیل لپاره ښه فرصت دی، دا ځل یې ښه په هوښیارئ پیل کړئ، د لومړۍ ماتې تر ټولو غوره ټکی دا دی چې دا ځل موږ تر لومړي ځل په خلاصو سترګو پرېکړه کوو او لوری ټاکو. له ماتې وروسته باید موږ تیار اوسو او د هغو درسونو له مخې حرکت وکړو، چې له ماتې څخه مو زده کړې دي.

اووم:  خپل هدفونه معلوم کړئ !

تاسې چې په هر ځای او هره برخه کې کار کوئ حتمي ده چي خپل اهداف وټاکئ، ځکه بې هدفه کسان مجبور دي چې د تل لپاره د هدف لرونکو کسانو لپاره کار وکړي. دسترو هدفونو ترڅنګ وړې موخې هم وټاکئ که چېرته لوړو هدفونو ته ونه رسیدئ؛ نو وړوکي خو به ترلاسه کړئ.

اتم: ـ د بریا لپاره په ذهن کې تصورات جوړ کړئ!

تاسو چې هر ډول فکر کوئ، په حقه یاست له ډیره وخته دا تصور عام شوی چې ټولې بریاوې په اصل کې له ذهنه پیلېږي. په عمومي ډول دغه تصور اوس په یو واقیعت بدل شوی چې بریا او ماتې دواړه لومړی زموږ په ذهن کې جوړښت مومي، ان تر هغه مخکې چې پر واقعیت بدل شي. په دې اړه افلاطون ویلي: «هر شی دوه ځله خلق کېږي. یو ځل په ذهن کې او بل ځل له ذهنه د باندې؛ نو د بریالي حرکت لپاره لومړۍ موخه باید دا وي چې له ذهني اړخه باید ورته د یوه بریالي حرکت په سترګه وکتل شي. هغه مسیر په خپل ذهن کې ترسیم کړئ. دغه کار به درته د مثبتې پایلې ضمانت وکړي».

نهم: ـ بهانه مه کوئ!

بهانه کول ځان ته په یو قسم دوکه ورکول او په خپله د خپل ځان تېریستل دي. دا عات لرې کړئ ځکه دا عادت د بریالیتوب په وړاندې ستر خنډ دی، کامیاب خلک بهانه نه کوي او نه هم د نورو د ملامتولو کوښښ کوي، بلکې د دې هر څه پر ځای هغوی مسولیت مننونکي وي او د بېځایه بهانو او دلایلو په ځاې، خپلې نیمګړتیاوې درک کوي او د هغې د اصلاح لپاره وسایل لټوي.

لسم: ـ د خپل قوت او کمزورتیا ټکې وپیژنئ!

هر څوک د خپل ځان قوي او کمزورې نقطې پېژني او دا هغه څه دي چې د چا په استعداد او یا سخت کار او مطالعې پورې اړه نه لري، ځکه هېڅوک هم بشپړ او کامل نه وي. پوه او هوښیار خلک کولای شي، خپل کمزوري ټکي مشخص کړي او په ډېره آسانۍ سره یې د خپل ځان د قوت په توګه راښکاره کړي؛ نو باید خپل کمزوري ټکي مو د خجالت لامل ونه ګرځي، بلکې ځینې وختونه کمزوري ټکي د قوت له ټکو سره همکاري کوي.

له پورته ذکر شوو لارو پرته نورې هم ډېرې لارې، چارې شته، که په سمه توګه عملي شي؛ د بریالتوب هیله مو په حقیقت بدلولی شي.!

دا هم ولولئ

وخت مو مدیریت کړئ!

وخت هغه څه دی چې په دومداره توګه مصرفېږي او د ذخیره کېدو وړ نه …