کورپاڼه / مخکښان / د روهیت شرما په اړه پوی شئ!
روهيت شرما

د روهیت شرما په اړه پوی شئ!

د هند لوبډلې ښي لاسی توپ وهونکی روهیت شرما په ۱۹۸۷ م کال کې د اپرېل میاشتې په ۳۰ نیټه نړۍ ته سترګې پرانیستې. روهیت ۳۲ کاله عمر لري او د هندۍ کرکټ لوبډلې پیاوړی اوپنر ده.

روهیت شرما د کرکټ په تاریخ کې هغه کس دی چې په یوه یو ورځینۍ لوبه کې یې په یوه پانۍ کې ۲۶۴ منډې کړي، او په یوه لوبه کې یې د دوه سلیزو او پڼځه نیمه سلیزو ریکاډ په خپل نوم ثبت کړی.

شرما ریتیکا نومې میرمنې سره واده کړی او یوه لور لري ،روهیت هغه لوبغاړی ده چې چې د نړی په کچه ډېر مینوال لري ، چې په افغانستان کې هم د توپ وهنې ګڼل شمیر مینوال دي.

روهیت شرما د هند په سواداګریزو لوبو کې د ممبي انډینز لوبډلې سره لوبېدلی او د همدېۍ لوبډلې مشري یې هم پر غاړه و ، اوس مهال په پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو کې د هند لوبډلې لپاره د ویرات کهولي تر څنګ مرستیال کپتان دی.

نوموړي د هند لوبډلې لپاره په شل اوریزو فارمټ ځينو لوبو کې کپتان هم پاتی شوی ، چې په تېر آسیایي جام سیالو کې د ویرات کهولي په نه شتون کې د لوبډلې کپتان و، چې د روهیت په کپتانسي کې د هند لوبډلې یو ورځینو  اسیایی لوبو اتلولي هم تر لاسه کړه.

روهیت د ښه اخلاقو لرونکی لوبغاړی ده ، چې په خپله توب وهنې کې یې تل مسکا پر شونډو خوره وي ، اوس مهال د روان پنځوس اوریز جام سیالیو روهیت هغه کس ده چئ د ترټولو ډېرې منډې کړي ، او پنځه ځله په سليزو وهلو بریالی شوی ، او د توپ وهنې برخه کې یې ښه ننداره خپلو مینوالو ته وړاندې کړې.

شرما د افغانستان او هند په لوبه کې د مجیب ځدران په بال وسوځېد.

لیکواله: مریم صدیقي

دا هم ولولئ

د افغانستان ملي لوبډله

افغانستان د شل اوريزو درجه بندۍ کې شاتګ کړى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نړيوالو شل اوريزو لوبو په درجه بندۍ کې شاتګ …