د هندۍ سینما وتلې څېره عبدلرشید سلیم سلمان خان چې مشهور په سلمان خان ده د۱۹۶۵ م کال د دسمبر په ۲۷ زوګړی ده.
سلمان خان په بالیوډ کې یو مسلمان ممثل ده چې د پلار لخوا مسلمان او مور لخوا هندو ده،دوه ورونه لري د ارباز خان او سهېل خان په نامه چې دوی دواړه هم د بالیوډ په نړۍ کې فلمونو ته راوتي.
پلار یې په خپله هم فلم لیکونکی و، سلمان له ۵۰ پورته هېټ( مشهوره، کامیاب) فلمونه لري چې په خپلې ښکلې اداکارۍ سره د هند په بالیوډ کې بې څاری ځلېدلی، او په دا ورستیو کې یې د بهارت فلم بازار ته راووته چې یو ځل بیا یې د مینه والو زړونه لاس ته راوړل،او د ۲۰۱۹ کال د بالیوډ په غوره فلمونو کې یې د ۳۲۷ کړوړو هندی روپیو په خرڅېدنې یې درېيم ځای خپل کړ.
سلمان خان په خپلو ځانګړو اکشنونو، ډیالوګونو، او د بدن ښکلا له وجې د خلکو په ذهنونو کې ناست دی ، د هند څخه پرته په ټولې نړۍ کې ډېر مینه وال لري او هر کله چې د هند سینما خبره کیږي نو سلمان هغه څېره ده چې حتمن به د خلکو ذهنونو ته راځي.
د سلمان خان هنري ژوند:
سلمان خان خپل لومړنی لوبیز کار په ۱۹۸۸ کې په یوه فرعي رول لوبولو سره په biwi ho to aisi فلم کې پیل کړ او تر اوسه یې لاسته راوړنې دا دي:
ـ ۳۱ یې تر ټولو ډېر مشوره فلمونه دي چې خورا ډېر ګڼل کیږي.
ـ ۳ فلمه د ۳۰۰ کړوړه هندي روپیو سره چې له ۱۰۰ میلیونه دالرو څخه زیاتې پيسې ګټلي خرڅ شوی.
ـ ۶ فلمه د ۲۰۰ کړوړو هندي روبیو په بیه خرڅ شوي .
ـ په همدې ډول نوموړی هغه کس دی چې بې څاري ریکاردونه جور کړي. او ۷۵ ځله د جایزې په ګټلو بریالی شوی.
ـ په مجازي نړي کې د یوتیوب ۷۰۰ میلیونه لیدونکی لوبغاړی ده.
ـ د ۲۰۱۸ کال د تلویزوني برنامې(دس کا دم) هغه نطاق شو چې ډېرې پيسې یې ترلاسه کړي.
ـ د نړۍ په کچه شپږم ښکلې څېره لرونکی لوبغاړی شو.
ـ د ۱۹۹۱ نه تر ۲۰۱۲ م کلونو سلمان خان د خپلو هېټو فلمونو له امله تر ټولو ډېر خرڅ شویو فلمونو ریکاد لري.
ـ د ۲۰۱۸ کال د بالیوډ ډېر پیسې لاسته راوړنکی فلمي ستوری ده….
ځیني فلمونه یې:
Saajan 1991
Karan arjun 1995
Bandhan 1998
Biwi no.1 1999
Har dil jo pyar karega 2000
Chori chori chapke chapke 2001
Hum tumhare hain sanam 2002
Hello 2008
Wanted 2009
Dabangg 2010
Dabangg 2 2012
Ek tha tiger 2012
Jai ho 2014
Kick 2014
Sultan 2016
Baharat 2019
لیکنه : مریم صدیقي